Home خانه

زيار مدني ټولنې په روانه روژه کى دلوګر د ګڼ شمېر غريبو کورنيو سره د غذايي توکو مرسته وکړه

زيار مدني ټولنې په روانه روژه کى دلوګر د ګڼ شمېر غريبو کورنيو سره د غذايي توکو مرسته وکړه

Ziar Madani Tolena 200دى ځوانانو حتى دا هم نه غوښتل چى د شوې مرستي انځورونه دى ټولنيزو رسنيو کى لاس په لاس شي، هغوى استدلال کاوه چى مونږ نه غواړو يو بى وسه شخص د مرستې داخيستلو په انځور سره د کمتري احساس وکړي، دا چى زه ددى ټولنى غړى نه يم خو د مرستې شاهد يې يم، نو ځکه مى په کلکه ور څخه و غوښتل چى که غرېبانو ته د مرستې د ورکړې انځور نه راکوئ نو يوازې د توکو انځور خو راکړئ، تر څو نورو بډايه خلکو ته د خېر ښېګڼې لپاره يو مشوق شي، دا ږېره خرييلي ځوانان تر ډېرو ږېرورو مشرانو ايمانداره او د ښه احساس خاوندان دي!

د دوى دا مرستى د بهرنيو هيوادونو پروژې هم ندي بلکى يواځې بهر ميشتى، همدرد او د نېک احساس لرونکي افغانان لکه محترم مريد شفق او همداسى نور يې له بېوزله هېوادوالو سره مرستې ته هڅوولي، هغوى يې مالى ملاتړ وکړ او دوى مسکينانو ته په پوره ايماندارۍ آن د کور تر دروازو مرسته ور ورسوله، دداسى مخلصو ځوانانو په ليدو سړى د هيواد راتلونکى ته هيله من شي، خو بالعکس د لوګر ډېرو چارواکو او مشرانو خيريه بنسټونه جوړ کړي، خو په روژه کى يې هم د خېر خېرات درک نه لګيږي.

Ziar Madani Tolena 380