Home خانه

د لوګر عامې روغتیا ریاست سره د دوه معیاري امبولانسونو مرسته وشوه

د لوګر عامې روغتیا ریاست سره د دوه معیاري امبولانسونو مرسته وشوه 

(غبرګولی-۳۰)

Ambulanc Logar 2 200د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هغو لس ګونو امبولانسونو څخه چې د افغانستان لپاره د سعودي دولت د مرستې رسونې د کمېټې له لورې له هېواد سره مرسته شوې وه دوه یې نن د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل. دغه امبولانسونه چې نړیوال سټنډرډ سیسټم لرونکي دي ، ټولیز لګښت يې تر ۷۰۰ زرو امریکايي ډالرو پورې رسېږي.
 د دغو امبولانسونو د سپارلو په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي او وکیل حسیب الله ستانکزي، عامې روغتیا سرپرست ګل الرحمن شاهي او ‌ډاکټرانو ګډون کړی و.

لوګروالي د دې امبولانسونو په هکله خبریالانو ته ووېل چې د روغتیایي چوپړ د موثریت لپاره وسایلو ته اړتیا لیدل کېږي چې له دغو امبولانسونو سره به د عامې روغتیا د ریاست ډېرې ستونزې حل شي.
والي ووېل له دې مخکې هم د لوګر د عامې روغتیا ریاست سره یو معیاري امبولانس  مرسته شوې چې اوس د معیاري امبولانسو شمېر تر دریو عرادو رسېږي او وزارت ژمنه کړې چې یو بل امبولانس به هم زمونږ په واک کې راکوي تر څو یې شمېر څلورو ته ورسېږي.
 والي دا زیاته کړه چې مونږ باید ددغو امبولانسونو په ساتلو کې احتیاط وکړو تر څو ژر استهلاک نشي او تر ډېره وخته ترې ګټه واخیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د دې سربیره ۱۲۲ امبولانسونه د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي چې زیات معیاري ندي.

Ambulanc Logar 1 380Ambulanc Logar 2 380