Home خانه

د لوګر تجربوي لېسې ته د ودانۍ جوړېدو کار پیل شو

د لوګر تجربوي لېسې ته د ودانۍ جوړېدو کار پیل شو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه د غبرګولي ۲۹ مه

Logar Tajrobawi Lesa 6 200د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د تجربوي لېسې لپاره د یوه عصري او مجهزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې والي محمد حلیم فدایي،د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت، دپوهنې رئیس انجینر محمد اکبر ستانکزي او یو شمېر نورو چارواکو کډون کړی وو.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دا ودانۍ د ۱۴۱۱۸۳۸۳ افغانیو په لګښت د ولایتي غیرې مشروط بودجې له لارې په مجهز او عصري ډول جوړیږي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

عرب زیاته کړه، چې یاده ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲د کمپیوټراولابراتواربیلې څانګې،داحاطې دېوال، میزونه، څوکۍ، د څښاک لپاره د پاکواوبوڅاه،د بریښنا سیسټم،کانکریټي کثافت دانۍ او عصري تشنابونه به ولري.
عرب وویل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ښوونځیوزده کوونکو ته په بیلا بیلو برخو کې په عملي او تجربوي بڼه د تجربوي زده کړو زمینه مساعده شي، چې د زده کوونکو په عملي او تجربوي زده کړو کې ډېره ګټه وکړي.
د یادنې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست ټول ۳۰۷ دولتي تعلیمي مرکزونه لري، چې ۱۱۷ یې لاهم ودانۍ نه لري.

Logar Tajrobawi Lesa 1 380

Logar Tajrobawi Lesa 2 380Logar Tajrobawi Lesa 3 380Logar Tajrobawi Lesa 4 380Logar Tajrobawi Lesa 5 380Logar Tajrobawi Lesa 6 380