Home خانه

لوګر ولایت نوی مرستیال ددې ولایت اداري مسؤلینوته ور وپیژندل شو

logar mawen 1 فیض محمد میرزا زاده د لوگر ولایت  دنوې مرستیال والي په توګه د زمري په څلورمه د لوګر ولایت دولتي ادارو منسوبینوته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپیژندل شو، فیض محمد میرزا زاده چې مخکنۍ دنده یي دنورستان ولایت دمرستیال په توګه سرته رسول، د سیمه ئیزو ارګانوو دخپلواکې ادارې په وړاندیز او دافغانستان اسلامي جمهوریت دمقام په منظوري دلوګرولایت دوالي مرستیال په توګه او دلوګروالي پخوانی مرستیال محمدهاشم فیضي دنورستان ولایت د مرستیال په توګه تبدیل اومقرر شویدي.

 

logar mawen 2

لوګر والي نیازمحمدامیري دنوي مرستیال راتګ لوګرته دښه راغلاست او مبارکۍ وویلوترڅنګ نوې مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې دلوګرچارې یوځای په ښه توګه مخته وړي. والي دپخواني مرستیال محمدهاشم فیضي دښوکړونو ستاینه يي وکړه، زیاته يي کړه، چې محمدهاشم فیضي په ډیر رښتنولي توګه خپله دنده دلوګرولس لپاره سرته رسولې ده. په دې غونډه کې محمدهاشم فیضی هم ګډون کړي ؤ، محمدهاشم فیضي د حکومتي مقاماتو دتبدیلۍ او بدلون درامنځته کیدو د دوی دکارونو او واکونو څخه وبلل. فیضي زیاته کړه ، په ویاړ سره مادلوګرولایت دمرستیالۍ دنده په ښه ایماندارۍ او رښتنولۍ سره مخته وړې ، نو دلوی خداي په مرسته دنورستان ولایت ته څنګه چې لوګرته مې خدمت کړی دی هم خدمت وکړم . نوي مرستیال فیض محمد میرزا زاده دلوګرولس ته ژمنه ورکړه، چې ددوی په مرسته اوهمکارۍ سره خپل کارونو ته دوام ورکړي . فیض محمد میرزا زاده چې دحقوقو اوسیاسي علومو زده کړو څخه برخه من ده, په دولتي ادارو او دنورستان ولایت دمرستیالۍ څوکیو کې کارونه پرمخ بیولي دي. دیاده دنه وي، چې محمدهاشم فیضي کابو دوه کاله دلوګرولایت دمرستیال په توګه دنده سرته رسولې دی او لوړپوړو مقاماتوپه واک اوصلاحیت نورستان ولایت ته دفیض محمدمیرزا زاده پرځای تبدیل شویدی.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر