Home خانه

لوګر کې د لیک لوست ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

لوګر کې د لیک لوست ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

پل، علم د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه د غبرګولي ۱۳۳ مه

Logar M 1 200د لوګرمرکزپل علم په ځینو سیمو کې د لیک لوست زده کړو پروګرام د پیلولو په موخه ۵۰ تنو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د دغه ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر ستانکزي، د لیک لوست آمرسید عبدالله عالمیار، د ښځو چارو ریاست استازې او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی و. 
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمدشاپورعرب وویل، چې یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت د لارښوونې له مخې د یونسکو پروګرام په مالي مرسته جوړ شوی دی.

عرب زیاته کړه، چې په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د لیک لوست  زده کړې د نوي درسي نصاب پیژندنې،درسي میتودونو،ښوونیز پلان،نالوستوته د لیک لوست زده کړو د ۹ میاشتني پروګرام د پیلولواو دغه راز د نالوستو کسانو د جذبولو په هکله روزنه ورکول کیږي.

Logar M 1 380Logar M 2 380Logar M 3 380

 عرب وایي، چې یاد ښوونکي نوي په دندو ګومارل شوي، چې د دوی تر روزنې وروسته د لیک لوست زده کړې ۵۰ کورسونه جوړیږي او د ۱۲۵۰ تنو نالوستو لپاره چې ډیری یې ښځې دي، د لیک لوست زده کړو زمینه برابره شي. 
هغه وویل ،چې د دغه ورکشاپ تر پای ته رسېدو وروسته د محمدآغې ولسوالۍ د لیک لوست ۵۰۰ تنو ښوونکو ته هم دا ډول ورکشاپ پیل شي.