Home خانه

روژه دسوداګري میاشت نه؛ بلکې دثوابونو او خیر رسولو میاشت ده

sher m. stanekzai 200روژه دخیر او برکت میاشت ده، داچې روژه په کال کې یو میاشت پرمسلمانانو فرض شوې او ټول مسلمانان مکلف دي، چې دغه دخدای تعالی فرضي میاشت تنها په نه خوړلو اونه څښلو ؛ بلکې خلکو سره نیکي، ښه چلند، خیر رسول، له کینې او بغض څخه ځان ژغورل، غیبت نه کول، خیراتونه ورکول او په انصاف چلیدل هغه څه دي، چې په یاده میاشت کې باید ترسره شي.
ولې داچې په هیواد کې ډیري سوداګري په روژې میاشتې کې ترسره کیږي او هټیوال  هم د وخت په استفادې دخپل سوداګري توکو دنرخونو بیې دوه برابره  لوړه وي.

نو دوی په دې فکر کې نه دي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړل شي، بیوزلو او مسکنانو سره  مرسته وشي  او  دبیو  په ګرانښت کې له انصاف  کار واخیستل شي، خو هټیوال  دخپلې ګټې لپاره روژه  دسوداګرۍ میاشت فکر کوي، چې دا په اسلام کې نشته او باید ټول سره په یوه  خوله  دبې انصافه  هټیوالوسوداګرو  دغو ناروا کړنې دولت ته منعکس کړو،  ترڅو  دولتي اړونده اداره  ورته رسیدګی وکړي او ټول هټیوال د انصاف  له مخې خلکو باندې  خپل د خرڅلاو توکې وپلوري.

اوس نو  هر وګړي ته پکار دی چې  په  دې مبارکه  میاشت کې له بیوزلوکسانو سره خپلې مرستې ونه سپموي، ځکه  چې زموږ په هیواد کې ډیرې  بیوزلې کورنۍ شته، چې دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره سهارله کوره وځي او ماښام کورته راځي.

خو زموږ هیوادوال په روژې میاشتې کې چې ګرمي هم اوج ته رسیدلې او دمجبورۍ له امله د خپلې کورنۍ لپاره دیو څه نفقې دپیداکولو په موخه درانه کارونه کوي اوپه  دغو کې ډیري  داسې بیوزله  کسان هم شته، چې د کار دکولو په تمه له کوره وځي، ولې بیاهم کار  ورته نه وي  اوخالي لاس بیرته کورته راستنیږي.

دروژې په میاشت کې ملي او سیمه ئیز سوداګر، شتمن وګړي او دولت  دوی باید یو اندازه مرستې دمسکینانواو بیوزلو کسانوپه واک کې ورکړي، ځکه دابه دې الله تعالی دخوښیواو رضامندیو لامل وګرزي  او یوڅه ناڅه به  دبیوزلوکورنیو ستونزې هم پرې حل شي.

دیني عالمان وايي، چې په  روژې  میاشت کي یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابره  ډيرثوابونه لري.

نو څومره  ښه خبره ده، چې زموږ ټول هیوادوال، خلکو ته د تاوان پرځای ګټې ورسوي  او دغه  ګټې دا نه چې زموږ پیسې پرې  لګول کیږي، بلکې  خلکو سره ښه سلوک، خلکو ته ښې  خبرې کول او خلکو سره  که په توان مو څه برابر نه وي،  دهغوی زړونه لاسته راوړل، د خرڅلاو  په توکو کې  له  عدل څخه کار اخیستل او  په وروري فضا کې  ژوند کول ډیر اجرونه او ثوابونه لري.

راځئ، چې دغه دبرکتونو یوه میاشت   پوره  دزړه له  صدقه ونیسو، خلکو ته دتاوان پرځای خیرونه ورسو، دخلکو زړونه  آزار نه کړو، له کینو او عداوت نه لاس واخلو، دخدای تعالی ټول اوامرو ته  پوره ژمن ووسو، په  خپلو  سوداګري کې له عدل او انصافه کار واخلو  او  کوم فضایل چې ددې میاشتې په  اړه  قران کریم او نبوي  احادیثو کې راغلي، هغه ټول په ځان عملي او په سمه توګه يې اداء کړو، ترڅو ثواب مو په برخه شو ي وي.

شیرمحمد«امیني» ستانکزی