Home خانه

لوګر کې یو مسجد چې په یو وخت کې د۶۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري چارې د څه باندې درې میلونه افغانیو په قیمت سره بشپړې شوې

(غبرګولی-۱)

Masjed 1 200په خوښۍ ولسوالۍ کې د مسجد د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي، د شورا غړو سید قریب الله سادات، حاجي قسیم خوشیوال، محب الله صالح ، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د حج اوقافو ریس، د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د خوښۍ ولسوال عبدالحمید په وینا یاد مسجد د ۱۸×۲۰ متره اوږدوالی لري چې د حج او قافو وزارت له خوا د  ۳۵۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت سره په شپږو میاشتو کې جوړ شو چې په یو وخت کې د ۶۵۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري.

د یاد مسجد سره د لوګر والي په شخصي لګښت د ۴۰۰ متره فرش مرسته وکړه او په خپلو لاسونو یې په مسجد کې هوار کړو.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د مرکز مربوط د کلنګار په سیمه کې د محمدیه مسجد چې د حج او قافو وزارت له خوا جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

Masjed 1 380Masjed 2 380Masjed 3 380Masjed 4 380Masjed 5 380

Masjed 6 380

Masjed 7 380Masjed 8 380Masjed 9 380Masjed 10 380