Home خانه

د زرغون ښار په کلی کې د ماین چاودنې له مله ۱۳ تنو مرګ ژوبله واوښته

Mohammad Gul 200د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار په کلی کې د ماین چاودنې له مله ۱۳ تنو مرګ ژوبله واوښته.
د محمدآغۍ ولسوال نصیر احمد امین وايي چې دغه چاودنه نن شاوخوا یولس بجې د یادې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې د ملکي وګړو پر یو سراچه ډوله موټر شوې چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د محمدآغې ولسوال وايي په دغه پېښه کې د پنځو میرمنو په ګډون پنځه ماشومان او یو سړی وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

 

د ولسوال په وینا ټول وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي چې له برګ سیمې څخه د خوښۍ په مراسمو کې له ګډون وروسته د زرغونښار په لور خپل کور ته روان وو.

Mohammad Gul