Home خانه

د لوګر ولایت په اړه د ښاغلۍ ډاکترعبد المالک ستانکزی د نظم ویډیو

Abdul Malekد لوګر ولایت په اړه د ښاغلۍ ډاکتر عبد المالک ستانکزی د نظم هغه ویډیو چی دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د مختلفو دولتي او خصوصی پوهنتونونو څخه د 1394 هجري لمریز کال د شااوخوا 1000 تنه فارغ شویو محصلینو په ویاړ د کابل په ممتاز محل تالار کې جوړې شوي لمانځغونډې ته واورول شو.

د یادونې وړ ده چی په یاده غونډه کې د لوګر نژدې 3000 تنه ولسي خلکو، د پوهنتونونو استاذانو، قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو او چارواکو لکه د لوګر پخواني والي نیازمحمد امیری، اوسني والي حلیم فدایی، د پخواني ولسمشر حقوقي سلاکار او د کابل پوهنتون استاذ پوهاند نصرالله ستانکزي، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت معین ډاکتر کمال سادات، د سرحداتو د وزارت معین حاجی یعقوب احمدزی، د لوګر دولایتي شورا ریس سید قریب الله او د ولایتی شورا غړو ډاکټر عبدالولي وکيل، هما احمدي، حاجی قسیم، ناصرغیرت،  نفيسه هجران، د جهادي رهبراستاذ سیاف زوی حبیب الرحمن سیاف، تکړه شاعر عبدالله صادق، الشیخ قاري عبدالکبیر حیدري، رحم الدین سپین غر، په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي الحاج عبیدالله بارکزی د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي حشمت الله شهیدي د لوگر ولايت د امنيي قوماندان او نورو ګڼ شمیر مخورو ګډون کړې وه. هیره دې نه وي چې د یادې غونډې مالې لګښت په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الحاج زمرک پادخوابي لخوا ورکړل شوې وه.