Home خانه

د جمهور رئیس غني په حضور کې لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د برېښنا وېش شبکې غځولو قراردادونه لاسلیک شول

۱۳۹۵ل د سلواغې ۹

Logar Breshna 200د افغانستان برېښنا شرکت له جګوار او انجلیک انټرنیشنل دوو کمپنیو ‎سره لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د برېښنا شبکې د ډیزاین، چمتو کولو، تدارک، تجهیز، وېش او غځولو قراردادونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې لاسلیک کړل.

د دغو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د کارونو په ایجاد،  اقتصادي تحرک او د سیمې د خلکو په ژوند کې د دغو قراردادونو د اغېز او اهمیت په اړه خبرې وکړې.

  د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري وویل، دغه پروژه ۵۵،۸میلیون ډالره ارزښت لري چې د اسیا پراختیايي بانک له بلاعوضه مرستو څخه تمویلېږي. د هغه په خبره، دغه پروژې به منځنۍ اسیا څخه د پنځه سوه ولټه برېښنا لېږد پروژې د بشپړېدو سره هم‌مهال په دوو کلونو کې بشپړې شي.

 ښاغلي دلاوري وویل،  د دغه ډول پروژو د تړونونو لاسلیکول به د هېواد لرې سیمو ته د برېښنا د رسولو په برخه کې د افغانستان برېښنا شرکت لومړنۍ او وروستۍ هڅه نه وي او دوام به کوي، چې په وینا یې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به د لوګر په پُل علم کې ۱۳۰۰۰، د پکتیا په ګردیز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۰ او په خوست ولایت کې به ۱۳۰۰۰پیرودونکي د برېښنا له روښنايی څخه برخمن شي.

ورپسې د اسیا پراختیايي بانک استازي توماس پنیلا خبرې وکړې وې ویل، د اسیا پراختیايي بانک ویاړي چې افغانستان سره د برېښنا د غځولو او پراختیا برخه کې مرسته کوي، زیاته یې کړه: موږ افغانستان کې د برېښنا او زیربنايي پروژو د پراختیا په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ یوو، له همدې امله مو مخکې هم مرسته کړې او په دغه برخه کې به همکاري جاري ساتو.

هغه د خلکو پر اقتصادي ژوند د یادو پروژو اغیزې ته په اشارې وویل، له دغو پروژو سره به پرمختګ او کاري بوختیاوې زیاتې شي او د بېوزلۍ په کمولو کې به ګټورې تمامې شي.

Logar Breshna