Home خانه

!درنو او قدرمنو هېوادوالو

Padkhwabi 200د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ رهبري شورا د تېرو کلونو په څېر په روان 1395 هـ ش کال کې د درېیم ځل لپاره د هېواد له مختلفو پوهنتونو څخه د لوګر ولایت د محصلینو د لا تشویق په پار یوه ستره او پرتمینه غونډه په نظر کې لري.
د روان کال له فارغ شویو محصلینو څخه په ډېر درنښت هیله کوو چې په غونډه کې د ګډون لپاره د غونډې بلنلیکونه د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ له مرکزي دفتر څخه تر لاسه کړي!

د غونډې د ښه تنظیم او ترتیب په اړه ستاسو نېکو مشورو، وړاندیزونو او پیرزوینو ته سترګې په لار یو!

 تاریخ: د روان کال د سلواغې لومړۍ، ګهیځ اته (8) بجې

پته: د هوایي ډګر (80) متره سړک د ممتاز محل تالار، انټرنیشنل صالون 

نوټ: له ټولو دوستانو څخه په کلکه توګه هیله کوو چې په غونډه کې د ګډون لپاره له ځانو سره بلنلیکونه راوړئ، تر څو په دروازه کې د امنیتي مسؤولینو له لوري ونه ځورول شئ!

درنښت

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

رهبري شورا