Home خانه

جاسازی مواد انفجاریه در نسخه های قرانکریم در حادثه تروریستی ولایت لوگر

Quarn د لوګر ولایت د والي ښاغلي ارسلا جمال د شهادت په اړه د ملي امنیت د لوی ریاست لومړني تحقیقات ښئ چې تروریستانو د دیني احکامو او بشري موازینو پرخلاف سپیځلو ځایونو او د مسلمانانو ستر اسماني کتاب ته په سپکاوي او د قرانکریم په نسخوکې د چاودیدونکو توکو په ځای پرځای کولو سره چې د لوګرولایت د والي د شهادت او د (۱۵) تنو لمونځ کوونکو د ټپی  کیدو لامل شو ، خپله کړغیړنه څیره یوځل بیا بربنډه کړه.

 تروریستانو ددغه کړغیړن عمل په ترسره کولو سره وښودل چې د خپلو شومو هدفونو پلي کولو په خاطر له هرډول وسایلوحتی (قران عظیم الشان) څخه هم ناوړه ګټه اخلي او هیڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونو او معیارونو ته پابنده نه دي.دا چې تروریستان د جهاد په نامه په خپلو دغو ناوړو کړنو اسلام پیاوړی کوي او که د اسلام د بدنامولو په خاطرهڅه کوي ، د افغانستان مسلمان ملت دې قضاوت وکړي.