Home خانه

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

shah mohammad palawan پهلوان شاه محمد لوګرى د بركي برك ولسوالۍ د يوسف خيلو كلي اوسيدونكى دى ، چې ډير خطرناك او په زړه پوري كارونه كوي . يو له دغو څخه هم په سينه د تيږو ماتول دي . همداراز نوموړى كولى شي په خپلو ویښتانو باندي څلور کورولا ډوله او یو کاسټر مسافر وړونکی موټر د څو مترو په واټن کش کړي. دى دا وړتیا هم لري، چې د وړو شل منۍ بوجۍ او یو شپیته کیلوګرامه انسان دواړه په خپلو اوږو بار او د بایسکیل به سپرلو یې تر څو متره واټن پوري انتقال کړي.

 

د شاه محمد اصلي دنده دهقاني ده. پهلوان شاه محمد وایې چې دولت ورته  هیڅ پاملرنه نه ده کړې او شاید د ملي المپیک کمیټه تر اوسه پوري خبره هم نه وي چې شاه محمد څوک او چیرته ژوند کوي . تاسو شاه محمد ته څه ويل لرئ ؟