Home خانه

د محمد معصوم ستانکزی لنډ ژوندلیک

M. Masum Stanekzai 200محترم محمد معصوم ستانکزی د محمود خان ستانکزی زوی دی چې د ۱۹۵۸ زیږدیز کال کی د افغانستان په سويل ختیځ ولایت لوګر کې نړۍ ته سترگې غړولي.

زده کړی:
  لومړنۍ زده کړې يې د مغلو خیلو په ښوونځی کې او دويمې زده کړې يې د محمد آغی په عالي ليسه کي بشپړ کړی. ښاغلي ستانکزی د خپلو لوړو زده کړو پيل د کابل مخابرات انستیوت د مایکرو ویف په څانګه کې کړی،او انستیوت د فارغیدو وروسته يې د ليسانس بشپړه دوره د مخابري په برخه کي حربی پوهنتون کې سر ته رسولې. د ليسانس د کچې وروسته يې خپله لومړنۍ ماسټري د مدیریت او اداری علومو په څانگه کي په پیرستون پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړي خپله دويمه ماسټري په (د اوږده پرمختګ او رغوڼی فلسفه) کې د برطانیا په کامبریج پوهنتون کې سر ته رسولې.

همدا راز ښاغلی ستانکزی په ۲۰۰۸ کال کی د امریکا متحده ایالات د سولي انستیتوت سره تحقیقی کار کړی دی، چی ددی تحقیق تمرکز په افغانستان امنیت، بیا رغوڼی او ملی روغې جوړې وُ.
کاری شالید:
ښاغلي ستانکزی په بېلابېلو دولتی او غیر دولتی ادارو کی کې رسمي دندې ترسره کړي. ښاغلي ستانکزی د حربی پوهنتون فراغت وروسته د افغانستان ملی پوځ سره یوځای شو ،او تر ۱۳۷۴ ل کال پوری د هیواد بیلابیلو برخي کی د افغانستان د خپلواکی او ارضی تمامیت نه دفاع کړی. نوموړي د ملي دفاع وزارت د تشکیلاتو او اوپراسیون ریاستونو په چوکاټ، د غنډ د قوماندان او د فرقې د معاون په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلی ستانکزی په ۱۳۷۴ ل کال کی په داسی حال چی د قرغی فرقه مرستیال قوماندان او د دګروال نظامی رتبي خاوند وُ ،د رژیم د بدلیدو له امله پوځ پریښودو ته اړ ته شو، او د هغه نه وروسته د اهمو دندو لړليک يې پدې توگه دی ː
• ۲۰۰۰ - ۲۰۰۲ زېږدي کال ترڅ کی د افغانستان د بیارغونې او انرژی سمپا د موسسي (اریا) عمومی ریس 
• ۲۰۰۲ -۲۰۰۴ زېږدي کال ترڅ کی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر
• ۲۰۰۴ -۲۰۰۶ زېږدي کال ترڅ کی د ولسمشر امنیتی سلاکار وزیر او د وسلي ټولو (دی دی آر) د پروسی مشر
• ۲۰۰۶ -۲۰۱۰ زېږدي کال ترڅ کی د ولسمشر امنیتی سلاکار وزیر او د ملکی کولو او بیارغونی د پروسي (دایاک) مشر
• ۲۰۱۰ - ۲۰۱۵ زېږدي کال ترڅ کی د ولسمشر د کورنیو چارو امنیتی سلاکار او د سولي عالی شورای د دارالانشا ریس
• ۲۰۱۵-۲۰۱۶ زېږدي کال ترڅ کی د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د سولي چارو کی د ولسمشر ځانګری استازي
 لاسته راوړنی:
ښاغلی ستانکزی د پوځی چارو برسیره ، د مخابرات، بشری مرسټي رسوني، تولنیز پراختیا، د تجدید ور انرژی او دولت داری د دیزاین او مدیریت په برخه کی د پنځه ویشت کالو د تجربي خاوند دی. په مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت کی ښاغلی ستانکزی د تکنالوژی له پلوه د یو غښتلی افغانستان بنست کیښود، چی په دی وخت کی د بیلابیل مخابراتی شرکتونو د فعالیت د پیلیدو برسیره د افغانستان ملی مخابراتی شرکت (افغان تیلی کام) بنست کیښودل شوُ. ښاغلی ستانکزی د مخابرات په برخو کی د نوری فایبر د شبکی د پلان بنست ایښودونکی بلل کیږی او لومړنی ځل په تاریخ کی خلکو ته دا زمینه برابر کړل چی تر څو د انترنت په واسطه تول نړی سره اړیکی تینګ کری.
ښاغلی ستانکزی د خصوصی امنیتی شرکتونو د عملیاتی چار قانون طراح بلل کیږی، چی د خصوصی امنیتی شرکتونو صلاحیت، عملیات او د قدرت محدوده په کی تاکل شوی ده. 
ښاغلي ستانکزي په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا د سولې په انستیتیوت(USIP) کې، د شپږو میاشتو لپاره، د سر محقق په توګه د سولې او امنیت په برخه کې علمي څیړني ترسره کړي دي او د بیلابیلو موضوعاتو لکه امنیت، پرمختګ او سولې په هکله یې لیکنې او مقالې چاپ او خپرې شوي دي او برسیره په دی ښاغلی ستانکزی د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسون سره هم کار کړی.
په ملی دفاع وزارت کی ښاغلی ستانکزی ښه لاسته راوړنی درلود، چی د مسلح مخالفینو ديری علمیاتونه ناکام او د مهم او ستراتیژیک مناطقو د سقوط مخ ونیول ، ښاغلی ستانکزی د خپل وزارت په موډه کی د افغانستان د نوی هوایی ځواک بنست کیښودل او برسیره په دی چی افغان هوایی ځواک د مختلفو هلی کوپتری ، جنګی جیتونه سره مجهز کړل ، لومړی ځل افغان ملی پوځ د بی پیلوتو الوتکو سره مهجز شول. ښاغلی ستانکزی د افغانستان هوایی ځواکونو د تنظیم او نوی وسایل د مهجز کولو ورسته په یو پرتمینه مراسم په ترڅ کی د افغان هوایی ځواک وړتیاوی افغان ولسمشر او ملت ته وراڼدی کړ.
ښاغلی ستانکزی د ۲۰۱۶ م کال د می میاشت په ۵ کی د افغانستان ولسمشر لخوا د ملی امنیت اداري د سرپرست عمومی ریس په توګه وتاکل شوُ.