Home خانه

د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې د کلتوري کمېټې له فرهنګي هڅو!

نثاراحمد شقیم ستانکزی:

dikt logar 200د لوګر ولایت پتمن او کلتور پال ولسه دادی له ګڼشمېر فرهنګي اوادبي هلوځلوسربېره د لوګر ولایت دولسي شاعر ښاغلي عبدالرحمان رحیل شعري ټولګه دښاغلي اسدالله دانش په مالي اوتخنیکي ملاتړ او همدارنگه دلوګر دځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې په همکارۍ چاپ اوخپره شوه.نو داښاغلي عبدالرحمان رحیل دشعراوادب مینوال کولای شي دنوموړي له ادبي پنځونوپراخ فکر او دردمن احساس څخه برخمن او ګټه واخلي.

 

ښاغلی رحیل په خپلوشعرونوکې هراړخیزه مسایل رانعاړي. که هغه عشقي برخه ده، حماسي برخه ده، که هېوادنۍ مینه ده،همدارازالهي مینه هم درحیل په شاعرۍ کې ډېر ترسترګوکېږي. ښاغلي رحیل په یاده شعري ټولګه کې زمونږپه هېوادکې روانه جګړه، بېسوادي، اوټولې هغه ناخوالې چې زمونږ په هېوادکې زمونږ هېوادوال او ولوسونه ورسره لاس اوګرېوان دي دشعرپه ژبه انځورکړي. درحیل په شاعرۍ کې دطنز برخه خورادرنه ده .همداوجه ده چې دی په ټولنه کې ډېر مینه وال لري. اوټول مسایل یې په هنري ژبه په شعرکې رانغاړلي دي. ځینې ادبپوهان په دې نظر دي چې هر هنري اثر په تېره بیا ادبي اثر خپله دلیکوال دذهني اوعیني ژوند یوه تابلوده. بریالی لیکوال هماغه دئ چې خپل ټاکلی روح،درد ،احساس اودژوند واقعي حالت دالفاظو داعجاز په زور خپل هنري اثرته چې دالفاظو ډېرې ښکلې تابلوګانې یې لوستونکوته وړاندې کړي. رحیل صېب نه یوازې شاعردئ بلکې یوټولنیز، ادبي اوکلتوري شخصیت اولیکوال دئ. درزم اوبزم د دواړو مجلسونو لېوال اوګډونوال دئ.نو دښاغلي رحیل په څېر شاعرانو شتون به زمونږ ټولنه په ځانګړې توګه ځوانان یوې مثبتې او سالمې بختیا او روښانه راتلونکې په لور وهڅوي او له بل پلوه به د داسې ګام اوچتول نه یواځې زمونږ ټو لنه د سالمې او روښانه راتلونکې په لوري بیایي بلکې له دې سره به دلوګر غني کلتور لانورهم غني او بډایه شي. نو دلوګر ولایت له ټولو کلتور پالو او فرهنګیانو څخه هیله کوم چې دښاغلي رحیل په څېر دنورو شاعرانو او لیکوالانو شعري ټولګې او دنورو ادبي هڅو دخپرولو په برخه کې خپلې هېڅ راز مرستې ونه سپموي ترڅو زمونږ هېوادوال دهغوی له فکري تمرکزڅخه برخمن شي او ګته ترې واخلي. هوډمن اوپرځان باوري شاعرعبدالرحمان رحیل ته د ده د لومړۍ شعري ټولګې دچاپ له امله دزړه له کومې مبارکي وایم اودنوروهنري پنځونوپه هیله یې یم.

د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې دکلتوري (فرهنګي) کمېټې مشر 
 نثاراحمد شقیم ستانکزی
لوګرځوانانو ټولنېزه اوکلتوري ټولنه