Home خانه

داکترعزيزالله لودين ومړ

Jan 05 2015

dr. azizullah lodin 200له اداري فساد سره د مبارزې پخوانى مشر داکترعزيزالله لودين په امريکا کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوى دى. نوموړي ته يوه نږدې کس محمد اسماعيل محمدي د يکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې داکترعزيزالله لودين د تېرې اوونۍ د يکشنبې په ورځ د درملنې لپاره امريکا ته لاړ.

هغه زياته کړه چې لودين سبا (د مرغومي ١٥مه) د امريکا په يوه روغتون کې د زړه عمليات کاوه، خو نن سهار د زړه د حملې له امله روغتون ته له تګ مخکې ومړ.

سرچينې همدرانګه وويل، تر اوسه څرګنده نه ده چې د عزيزالله لودين مړى به کله هېواد ته را ولېږدلو شي.

عزيزالله لودين په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر، ورپسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او بيا له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشري پر غاړه درلوده.

نوموړى د روان کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره هم نوماند و.