Home خانه

جنرال امام الدین له کابله د تېښتې لار لټوي

وحیدالله سروري

emamudin logari د اول لاس معلومات وایې چې جنرال امام الدین د روان کال د اسد د ۱۴ نیټې  خبر (د شهید سردار محمد داود خان قاتل په کابل کې دی) سخت وارخطا کړی او په کابل کې يې ځان مخفي کړی دی. یاد خبر د ملي رسنیو له لاری په پراخه پیمانه خپور او د با احساسه او په هېواد مینو ځوانانو له لوری په فیس بوک کې شریک کړل شو.

جنرال امام الدین اوس له هېواده د وتو په لارو چارو فکر کوي. د کابل هواي ډګر ورته ستونزمن ښکاري او غواړي لومړی د مځکې له لارې ځان د هېواد شمال او بیا له هغه ځایه د منځنۍ آسیا له لاری ناروی ته ورسوي، او یا هم د پاکستان لار خپله کړي. جنرال امام الدین ته مشوره ورکړل شوې چې د اختر په ورځو کې چې په افغانستان کې عمومي رخصتي وي له هېواده پښې سپکې کړي.

که په هواي ډګر کې څوک د امنیت ډاډ ورکړي، شک نشته چې له کابل نه پرواز وکړي. نوموړی د کوچني اختر په پینځمه ورځ له کابل هواي ډګر نه د الوتکې ټکټ لري.

د جنرال امام الدین نوم  په ورسره نارویژی پاسپورت کې داسې لیکل شوی:

کورنی نوم:  جمعه دین

نوم : امام الدین

Surname Jomaddin

Givennames: Emamoddin

جنرال امام الدین د هېواد د لومړني ولس مشر شهید سرادار محمد داود خان او د هغه د ټولی کورنی قاتل او په هیواد کې د وینو تویولو د ۳۵ کلني غمیزی د پیل مښکښ دی.

جنرال امام الدین په ۱۳۷۱/ ۱۹۹۲ کال کې جهادي تنظیمونو ته د واک له  رسیدو سره سم د هېواد شمال ته وتښتید او هلته د جنرال دوستم په خدمت کې راغی. د طالبانو تر راتګه یې له جنرال دوستم سره د هېواد په ورانولو او عام وژنه کې برخه واخیسته او له هغې ورسته تاجکستان او ورپسی  د ناروې هېواد ته ورسید.

د تیر خبر د وضاحت په خاطر باید وویل شي چې له کابله ناروی ته د کورنیو چارو وزارت هیت امام الدین سره په ناروی کې رسمي نه، بلکه شخصی لیدنه او د شرابو بندار درلود. د هیت غړو ورته ډاډ ورکړی و چې د کابل په فساد کې ښکیله ادراره به د ده په ورتګ او بیرته تګ خبر هم نشي.

جنرال امام الدین د کورنیو چارو د سرپرست وزیر جنرال مجتبی پتنګ د سېمې (لوګر) سړی دی، نو وبه کتل شي چې سرپرست وزیر ملي که شخصي او سیمیزو ګټو ته ژمن دی.

په ګران هېواد کې د قانونیت د حاکمیت په هیله

د ۱۳۹۲ کال د اسد ۱۶ کابل – افغانستان

منبع : وب سایت بینوا