Home خانه

په محمد آغی ولسوالی کی د يوې مېرمنې مړى موندل شوى

لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸

mohammad agha 200چارواکي وايي، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې مړى موندل شوى دى. د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار وويل، د ٣٥ کلونو په عمر د دې مېرمنې مړى نن سهار د ولسوالۍ مقام ته څېرمه په دښته کې موندل شوى. امنيه قوماندان زياتوي، چې د وژل شوې مېرمنې هويت او کورنۍ نه ده معلومه او نه هم د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات لري، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړي.

د لوګر ولايت د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر حبيب الرحمن وويل، چې نن سهار ورته د يوې مېرمنې مړى راوړل شوى دى. ده زياته کړه چې دا مېرمن د چړو په وسيله وژل شوې ده.

د نوموړي په وينا، تراوسه د دې مېرمنې کورنۍ نه ده پيدا شوې او نه يې هم د هويت پېژنده شوې ده.

د لوګر ولايت د ښځو چارو رييسې شيما زرګر ياده پيښه تاييد کړه، چې نن سهار د لوګر ولايت ملکي روغتون ته د يوې وژل شوې مېرمنې مړى ور وړل شوى دى.

زرګر په دې پېښه اندېښنه ښودلې او له پوليسو يې غوښتنه کړې، چې ياده مسئله په جدي ډول وڅېړي .

منبع: ملی پیوند راډیو‎