Home خانه

د لوګر ولايتي شورا نويو وکيلانو د لوړې مراسم تر سره کړل

لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸

shurai logar 1 200د لوګر ولايتي شورا نويو ټاکل شويو وکيلانو د لوړې تر مراسمو وروسته ژمنه وکړه، چې د فساد پر ضد به جدي مبارزه وکړي ددغه ولايت د والي نیاز محمد امیری په شتون کې د ولايتي شورا ددې دورې ټاکل شويو وکيلانو ته سوګند ورکړل شو. د ولايتي شورا نوي غړي حسيب الله ستانکزی ملی پیوند راډیو ته وويل چی په جدي ډول د فساد پر ضد مبارزه د ولايتي شورا د نويو برياليو غړو موخه ده،چې په ترسره کولو کې به يې جدي هڅې وکړي.

د لوګر والي الحاج نیاز محمد امیری د ولايتي شورا نويو غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې پرمختيايي چارو کې د دغې شورا د پخوانيو غړو په څېر له ولايت مقام سره همکار ووسي.
 ده وويل، د ولايتي شورا پخوانيو غړو په خپل منځ کې هېڅ ډول قومي،ژبني او مذهبي تعصبات نه درلودل او د ولسي او مشرانو جرګې غړو سره يې هم ښه همکاري درلوده.

shurai logar 1 380shurai logar 2 380shurai logar 3 380shurai logar 4 380shurai logar 5 380

  هغه له نويو غړيو هم وغوښتل چې په يادو برخو کې د پخوانۍ شورا لاره خپله کړي.
 په جوړو شويو مراسمو کې نويو غړو ته د لوړې ورکولو ترڅنګ پخوانيو غړو ته د ولايت مقام له لوري برابرې شوې ډالۍ او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

منبع: ملی پیوند راډیو