Home خانه

د لوګر زده کوونکو د افغان ترک ښوونځیو ته د شمولیت ازموینه ورکړه

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، جمعه، لړم ۱۶مه 

afghan turk 1 200په لوګر ولایت کې د منځنۍ دورې یو شمیر زده کوونکو د افغان ترک ښوونځیو ته د شاملیدو ازموینه نن ورکړه. دغه ازموینه د افغان ترک ښوونځیو د منسوبینو له لوري د حضرت عمرفاروق ̓رض̔ د هلکانو په لیسه کې د کانکور ازموینې په څیر، چې پکې اتیا بیلا- بیلې پوښتنې راوستل شوې وې واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د اوومو ټولګیو ۴۰۲ تنو زده کوونکو ګډون کړی ؤ، چې د لوړو نمرو اخیستونکي زده کوونکي به په یوې بلې ازموینې کې تر بریالیتوب وروسته د افغان ترک ښوونځیو کې شامل او تر زده کړو لاندې به ونیول شي.

afghan turk 1 380afghan turk 2 380afghan turk 3 380

 د دې ازموینې ګډون کوونکي هم د ازموینې د اخیستلو له پروسې خپل رضایت څرګندوي او وایې، چې ازموینه په پوره روڼتیا او بې طرفۍ سره واخیستل شوه.
د ویلو وړده، چې په تیرکال کې هم په لوګرکې د افغان ترک ښوونځیو ته د شمولیت ازموینه اخیستل شوې وه.

په درنښت

محمد شاه پورعرب

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند