Home خانه

لوګر کې د آیساف ځواکونو لویه اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه

(م س ا) 

usa ada logar 200دغه اډه چې د لوګر ولایت مرکز د التمور په دښته کې پرته ده له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې آیساف ځواکونه پکې میشت وو او خورا ډير لګښتونه یې هم پدې لویه اډه کې وکړل. دغه اډه چی فاب شنګ نومیده وروسته له بګرام او د هلمند له باسټن اډې څخه په دریمه درجه کې ستره اډه وه. د لوګر چارواکو ویلي دي چې دغه اډه له ټولو وسایلو سره افغان ځواکونو ته سپارل شوې.

خو اوس ددغې اډې په دننه کې د لرګیود کوټو بغیر نور څه نه تر سترګو کیږي او آن د دغو کوټو لرګي هم په تور بازار کې پلورل شوي دي. 
داسې تر سترګو ګیږي چې د ولایت مقام امنیه قومندانۍ او څلورمه پلې لوا ددغه کمپ ټول وسایل په تور بازار کې خرڅ کړي دي. 
څو اونۍ مخکې ددغه کمپ کارکونکي چې په مزدورکارۍ کې بوخت وو او ددې کمپ د تړل کیدو سره هغه مالونه او سامان آلات چی ددغو کارکونکو آمریکایي ټیم دوی ته ورکول، چې هغه د آمریکایانو پکار نه وو نو امنیه قومندانۍ ددغو مزدورکارانو لپاره څو پاټکونه اچولي وو او ددغو کارګرانو مالونه یې په سلو بهانو لکه ( تاسودا غیر قانوني سامان آلات چیرې وړۍ ) له دوی څخه اخیستل او خپله به یې په تور بازار کې پلورل .
خو اوس چې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښارکې د کباړ دوکانوته ته ځیر شۍ نو د امریکایي سامان آلاتو نه بغیر نور څه به مو تر سترګو نشي او آن نظامي سامان آلات هم د څو افغانیو په مقابل کی پلورل شوي.

  داچې چارواکې وایي دغه کمپ له ټولو وسایلو سره افغان ځواکونو ته سپارل شوی نو چیرې دي هغه سامان آلات چې آمریکایی ځواکونو په کمپ کی پریښی وو ، ځما په آند چې ضرور باید ددغو سامان آلاتو پوښتنه وشي.
بلخوا د امریکې دې حکومت دا ادعا چې په ملیاردونو ډالریې په افغانستان کې لګولي دي آیا ددغو ملیاردونو ډالرو سرمایه همدغه د لرګیو څو کوټې دي چې په کمپونو کی ښکاري او هغه هم چارواکي په تور بازار کې د شخصي نفعې لپاره پلوري او د امریکا حکومت به هم نړیوالوته وایې چی افغان ځواکونو ته مو دومره نظامی وسایل پریښودل چې شل کاله به افغانستان چاته د سوال لاس ونه غځوي خو که د لرګیو کوټې هم وی بیاهم ددولت شتمني ګڼل کیږي.
خو اصلي خبره دلته ده چې د لوګر چارواکی له الف نه تر یا پورې ټول دې ته ناست دي چې یوه تیګه یې هم له وسه پوره وي جیب ته یې اچوي او له لوګر څخه یې انتقالوي.
سوال دلته دی اوله لیکنې مې هدف دادی چې ولې مرکزي دولت لوګر ته پام نه کوي او ولې دا غله چې ددولت شتمني یې لوټ کړې لاهم په آزاده توګه خپلو غلاوو ته دوام ورکوي ؟

منبع: ملی پیوند راډیو‎