Home خانه

په لوګر کـې دمحـرم یا عاشـورا لسـمه ورځ ولـمانځل شوه

شیرمحمد((ستانکزی))

muharam logar 1 200دمحرم دمياشتي لسمه دامام حسين دشهادت له ورځي سره برابره ده، امام حسين د اسلام د څلورم  خليفه حضرت علي زوى په يوشپيتم هجري قمري کال کي د يزيدو پروړاندې قيام وکړ اوپه دې ورځ له خپلو (٧٢) تنو يارانو سره د کربلا په دښته کي شهيد کړاى شو.له دې پيښې وروسته د نړۍ مسلمانان هرکال د محرم په لسمه د ظلم او استبداد په وړاندې د امام حسين شهادت د ځانګړو مراسمو په نيولو سره لمانځي.

د هیواد د نورو ولاياتو په څیر په لوګر کي دغه ورځ ونمانځل شوه. د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د لمسي سیدالشهداء حضرت امام حسین (رض) د شهادت او عاشورا په لمانځغونډه کې  لوګر سرپرست والی الحاج نیاز محمد (امیری) پداسی حال کې چې ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو چارواکي هم ورسره ملګری وو په دغو مراسمو کی ګډون وکړ.

muharam logar 1 380muharam logar 2 380

یاده  لمانځغونډه د خوښۍ ولسوالۍ د اوسیدونکو؛ چی ددی ولسوالۍ د ساداتو په حسینیه کی جوړه شوی وه، لوګرسرپرست والي د وینا په ترڅ کی د کربلا زړه بوږونکی پیښه او د حسین او دهغه ۷۲ تنو یارانو په وړاندی د یزید او یزیدیانو نارواوو او ظلمونو ته په اشاری سره مسلمانان یوالې، اتحاد او حسیني انقلاب ارزښتونو ته د وفاداری او د هغوی په پله باندی د ګام ایښودلو ته راوبلل.دلوګرولایت داهل تشیع جید عالماوو په خپلو خبرو کي دعاشورا د لسمي ورځي د درنښت او د کربلا دپيښي په اړه تر معلوماتو وروسته په خلکو ږغ وکړ چي د سولي او ثبات لاره خپله کړي . همدارنګه څوتنو علماوو په خپلو نوبتي ویناوو په ترڅ کېد محرم الحرام د مياشتي لسمه او د عاشوار ورځ يوه مقدسه او سپیڅلې ورځ وبلله دوی ددې ورځې داهمیت او درناوی په اړه خلکوباندې غږ وکړ چې د ورور وژني او بې اتفاقي څخه ډډه وکړي،علم او زده کړې ته پاملرنه زياته کړئ.دیاده دنه وي، چې دغه  مراسم دلوګرولایت مرکزاړوندو سیموکلنګار سید حبیب الله کلا، قزلباش کلا اودخوښۍ ولسوالیو په سیموکې  پرون اونن ترسره شول.

شیرمحمد((ستانکزی))