Home خانه

د مس عينك پروژه د ام سي اسي پلمو ځنډولې

جامعه مدنی لوگر:

miss ainak logar 200داسې ښكاري چې په لوګر كې د نړۍ د مسو ستره زېرمه، مس عینک کان چې د را ايستلو چارې يې په ۲۰۰۸ كال ((ام سي سي)) چينايي شركت ته سپارل شوې وې، نورې هم پسې وځنډېږي. وړاندې ټاكل شوې وه چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې په دغه كان کې د استخراج د دستګاو لومړنۍ چارې پيل شي، خو اوس ۲۰۱۴ كال هم له نيمايي تېر دى، مګر ام سي سي د كار د ځنډولو نوې نوې بهانې لټوي.

د كانونو او پټروليم وزارت د اسنادو او سرچينو په حواله، د مس عينك د استخراج د تړون له مخې چې درې مليارډه ډالر ارزښت لري، ام سي سي شركت اړ دى، څو د شمال له بندرونو تر تورخمه رېل پټلۍ تېره كړي، په باميانو كې د ۴۰۰ مېګا واټه په ظرفيت د برېښنا د توليد دستګاه، د مسو د ذوب يوه ستره فابرېكه جوړه او افغان حكومت ته حق الامتياز هم وركړي، خو له تېر كال راهيسې د همدې ټكو له كبله ام سي سي بيا بيا پر تړون د غور ټينګار كوي.

اوس كه له يوې خوا ويل كېږي چې ام سي سي د تېر كال حق الامتياز افغان حكومت ته نه دى سپارلى، له بل لوري د لوګر والي نيازمحمد اميري هم ادعا لري چې د ام سي سي كمپنۍ د كارونو د ځنډولو بهانې نه ختمېدونكې دي او په يو نه يو ډول د مسو د استخراج كارونه پرېښودل غواړي: (( د كان له ساحې څخه لرغوني اثار لېږدول شوي، ساحه له ماينونو هم پاكه شوې، خو ام سي سي شركت كله وايي امنيت نشته، كله وايي ځايي خلك مزاحمت كوي، زه دا ټولې بهانې ردوم.))

اميري همدا راز وايي، دا مهال د كانونو او پټروليم وزارت هم د مس عينك د پروژې په اړه بې پروايي كوي او په دې پسې نه ګرځي چې د پروژې د استخراج چارې ولې نه دي پيل شوي:(( پټروليم وزارت ته څرنګه چې پكار وه، هغسې پاملرنه نه كوي، كه تړون كې ستونزه وي، نو حل دې شي، خو كه دا د شركت لخوا په پروژه روان حالت دوام وكړي د مس عينك د پروژې ارزښت به په نړيواله كچه زيانمن شي.))

ام سي سي شركت كه څه هم د اميري د ادعاګانو په اړه نظر نه دى وركړى، خو د كانونو وزارت وياند رفيع صديقي د والي خبره ردوي او وايي، ياد شركت له خپلو ژمنو نه اوړي، بلكې د كان د كيندلو لپاره بشپړ چمتووالى نيسي او هر كله چې د ساحې د تخنيكي او اقتصادي معلوماتو تر بشپړتيا وروسته د تاييد سند ترلاسه كړي، ورسره جوخت به د استخراج كارونه هم پيل شي: (( په محمداغه كې د عينك ساحه باید په ښه توګه وشلول شي د تاريخي اثارو لېږد لا نه دى بشپړ په دې برخه كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کار کوي، بله دا چې هر كله مطالعات د کمپنۍ له خوا بشپړ او ځانګړي کمسیون او د وزیرانو شورا تایید کړل، نو پروژه به پر مخ يوړل شي.))

د كانونو او پټروليم وزارت باور لري چې د مس عينك پروژه كه بريالۍ شي، نو هر كال به ۴۰۰ مليونه ډالر د دولت خزانې ته او همدا راز به د مزدورۍ ډېر زيات عوايد د زرګونه افغان كارګرانو جيب ته غورځوي.

خو شنونكي بيا دا هيله مندي د نا امېدۍ سر بولي او وايي، كه وزارت د تړون له لاسليك سمدستي وروسته د ساحې د بشپړې تصفيې په چاره لاس پورې كړى واى، اوس به كارونه په خپل وخت پيل او د پروژې په اړه به خبره بهانو او شكونو ته نه رسېده.

د اقتصادي او سيمه ييزو چارو شنونكى ډاكټر اجمل ذهير په همدې باور دى، نوموړى دا هم وايي، كه حكومت د پروژې د پيل او سپارنې په اړه د شركتونو تر منځ لږ دقت كړى واى، اوس به يې چارې تر ام سي سي ښه او ژمن شركت سره په لاس وې: (( په دې اړه تړون ډېر په بيړه لاسليك شوى، ام سي سي به اوس هڅه كوي چې په يو بحران ځپلي هېواد كې د پروژې پيلولو په بدل كې خپل امتيازات لا زيات كړي، ډول ډول بهانې جوړې كړي او د عينكو د پروژې نړيوال ارزښت له ګواښ سره مخ كړي، نو افغان دولت مجبورېږي چې د خپلو غوښتنو او شرطونو ګراف نور هم راښكته كړي.))

دى حكومت ته وړانديز كوي چې په پروژه كې د خپلې همكارۍ چارې ته زياته توجه واړوي، په محمداغه كې امنيتي ځواكونه زيات كړي او له ساحې څخه د تاريخي اثارو د ايستلو پروسه هم ګړندۍ پر مخ يوسي، څو نړيوالو سترو شركتونو ته څرګنده شي چې د ام سي سي بهانې ختمې شوي: (( له هغې وروسته كه دغه شركت د استخراج چاره پرېږدي او وځي، نو سخت تاوان به زغمي او بل رقيب به يې تر دې په ښه امتيازاتو راكولو كار پيل كړي.))

نوموړى دا هم وايي كه حكومت د كانونو د اقتصادي دقيق او مسلكي سنجش په پايله كې بهرنيو كمپنيو ته پروژې وركړي، نو افغانستان به ډېر ژر طبيعي زيرمو او كانونو د استخراج په پايله كې له شپږو كلونو وروسته په خپلو پښو ولاړ هېواد وګرځي: (( د ځمك پوهانو اټكل هم دا دى چې تر ۲۰۲۵ كاله پورې به د افغانستان نيمايي اقتصاد پر كانونو ولاړ وي، خو زه وايم كه سم مديريت يې وشي، نو موږ به تر دې هم لوړ اقتصاد ولرو او د نړۍ له مخې به د سوال نيولى لاس د تل لپاره راټول كړو.))

جامعه مدنی لوگر