Home خانه

د لوګر د پوهنې مرستیالانو او د پوهنې آمرانو ته روزنیز ورکشاپ جوړشو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، لړم ۱۱ مه 

worshap logar 1 200د لوګر د پوهنې ریاست مرستیالانو او د ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پیل شو. دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د پلان او ارزونې د لوی ریاست له خوا د بي بي آمنې د نجونو په لیسه کې جوړشوی، چې پکې د عمومي، اسلامي، تخنیکي او مسلکي، لیک او لوست او د ښوونکو د روزنې د پروګرامونو مرستیالان او دغه راز د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمران برخه لري.

 

worshap logar 1 380

worshap logar 2 380

د دې جوړشوي ورکشاپ ګډون والو ته د پلان او راپورجوړونې، احصایې، معلوماتي سیستم اود یو شمیرنورو موضوعګانو په تړاو نوې ښوونه ورکول کیږي.  د دغه ورکشاپ ګډون وال، جوړ شوی ورکشاپ ډیرمهم بولي او وایې ، چې دوی به په دغه ورکشاپ کې ډیرمهم مسایل زده کړي.