Home خانه

په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

پل علم لوګر۱۳۹۳/۰۸/۱۰

barakibarak logar 200د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. د بره کي برک ولسوال انجنير رحيم امين وويل، چې نن کابو ١٠ بجې د يادې ولسوالۍ د شېر دروازې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې. ولسوال وايي، د سړک د غاړې ماين چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، درې نور سخت ټپيان دي او رينجر موټر له منځه تللى دى.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي ، ټپيان د سختو ټپونو د درملنې لپاره کابل ولايت ته انتقال شوي دي. هغه وايي ، د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل شوې دي. تراوسه کومې وسله والې ډلې د يادې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.