Home خانه

په لوګر ولایت کې په ځان مرګي برید کې ۲۹پوځیان او عام خلک مړه وټپیان شول

logar azra 200د لوګر ولايت په  ازرې  ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد  شوی، چې  له امله یی  نهه امنیتی ماموران مړه او شل عام افغانان وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند دين محمد دورېش خبریالانو ته ویلی دي نن ماسپښین يوه نيمه بجه د دغې ولسوالۍ په کوزې چوترې سيمې کې د امنيتي ځواکونو د ګډ مرکز مخې ته زوروه وره موټربم چاودنه شوې چې دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

هغه وويل  په دغې چاودنې کې شپږ سيمه ييز پوليس او د ملي اردو درې   عسکر وژل شوي او ٢٠ عام افغانان  ټپيان شوی  دي. په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي   اوددغې پيښې پړه چا په غاړه نه  ده اخستې خو دغه ډول زیاتره اقدامات وسله وال طالبان ترسره کوي.