Home خانه

د لوګر ښاروال احمد خان الفت ونيول شو

عبدالمقصود عزيزي:

ahmad khan ulfat 200د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو د رياست ځانګړو ځواکونو د لوګر ښاروال احمد خان الفت نيولى دى.  د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاروال الفت نن سهار لس بجې د کابل ښار د سنګ نوشته په سيمه کې نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو د ځانګړو پوليسو له خوا په داسې حال کې نيول شوى چې الفت له لوګره د کابل پر لور روان و.

 

اسحاقزى وايي چې پر ښاروال احمدخان الفت د شنو ځمکو د وېش او پلور، اداري فساد، په غير قانوني توګه د دولتي ځمکو پلور، له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کولو، د جعل او تزوير تورونه لګېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو د رياست يوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د لوګر ښاروال نن د کابل په دروازه سنګ نوشته سيمه کې نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې دوى له ډېرې مودې راهيسې د هغه پر دوسيه کار کاوه او کله چې پرې لګېدلي تورونه ثابت شول نو د نيولو پرېکړه يې وکړه.

د سرچينې په وينا، له هغه څخه پوښتنې ګروېږنې پيل شوې دي.

   د لوګر ښاروالۍ د صفايۍ د څانګې مدير حبيب الله پژواک اژانس ته وويل چې ښاروال نن سهار دفتر ته راغى او بيا پر نهه بجې د کابل پر لوري روان شو.

دى وايي، غرمه مهال خبر شول چې ښاروال په کابل کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

احمدخان الفت په ١٣٩١ لمريز کال کې د لوګر د ښاروال په توګه دنده پيل کړې وه، خو د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته پر هغه د اداري فساد او د دولتي ځمکو د پلور تورونه ولګېدل.

په دې وروستيو کې پر هغه دا تور هم پورې شوى و چې د ښاروالۍ له حسابه يې غير قانوني او په خپلسر پيسې ايستلې دي.

د ښاروالۍ مامورين له همدې امله د لوګر يو شمېر ادارو ته عارض شوي وو او پژواک اژانس هم د دغو عريضو او شکايتونو کاپي ترلاسه کړې وه.

دغه راز څو ځلې د لوګر يو شمېر اوسېدونکو او د ولسي جرګو غړو هم د ښاروال پر ضد شکايتونه درلوردل او لاريونونه يې هم ترسره کړي وو.

منبع: پزواک