Home خانه

په لوګر کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

محمد شاه پورعرب، د لوګر د پوهنې ریاست ویاند او د مطبوعات و مسوول، چهارشبنه ، تله ۲۳ مه:

roz mualem logar 1 200په لوګر ولایت کې د ښوونکي نړیواله ورځ د دولتي چارواکو ، د ښوونځیو منسوبینو او زده کوونکو له لوري د ځانګړومراسموپه ترڅکې نن ولمانځل شوه. 
په هغه غونډه کې ، چې د دې ویاړلې ورځې د لمانځنې په مناسبت د بي بي آمنې د نجونو په لیسه کې جوړه شوې وه د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده " ، د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" ،د مالي او اداري چارومرستیال ښاغلي محمد صادق "ستانکزي"، د پوهنې ښاري آمر ښاغلي خواجه محمد سیف الرحمن ، د ښوونکو د روزنې رئیس ښاغلي مولوي محمد ایوب "شیرزاد" ښوونکو او زده کوونکو پکې ګډون کړی ؤ.

 

په دې غونډه کې لومړی د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" له لوري د ښوونکي د ورځې په هکله د پوهنې سرپرست وزیرښاغلي ډاګټر فاروق "وردګ" رالیږل شوی پیغام د غونډې برخه والوته ولوستل شو. 
وروسته د پوهنې رئیس ښاغلي ستانکزي د لوګر ټولو ښوونکو ته د دوی د ورځې مبارکي وویله او هم یې د هغوی ټولې هڅې او کوښښونه وستایل.

roz mualem logar 1 380roz mualem logar 2 380roz mualem logar 3 380

هغه له ښوونکو څخه مننه او قدرداني وکړه، چې خپل ژوند یې د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره وقف کړی دی. 
د لوګرد والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده" په دغه غونډه کې د ښوونکي مقام د فضیلت په هکله هم مفصلې خبرې وکړې او افغانانو باندې یې غږ وکړترڅو په تعلیم کې ځان له نړئ سره سیال کړي. 
هغه وویل، چې ښوونکو پوهان، عالمان ، شاهان ، سیاسیون او د نړۍ لوړ- لوړ شخصیتونه روزلي دي او دا د ښوونکو برکت دی ،چې نن نړۍ دومرپرمخ تللې ده.
وروسته یو شمیرنورو چارواکو او دیني علمآوو هم د ښوونکي د مقام په تړاو خپلې مفصلې خبرې د غونډې برخه والو ته واورولې. 
دغه غونډه د یو شمیر زده کوونکو له خوا د ښوونکي د ورځې په ویاړ د ترتیب کړو ترانو، شعرونو ، لېکنو په ویلو او دغه راز ښوونکو ته د ګلانو د ګیډۍ په ور کولو سره پائ ته ورسول شوه. 
د ویلو وړده ، چې په لوګرکې اوس مهال شاو خوا ۴ زره ښوونکي پردندوبوخت دي، چې څلور سوه تنه ښځینه ښوونکې دي.

په درنښت
محمدشاهپورعرب