Home خانه

د نوې حکومت د رامنځته کیدو د کارلومړیتوبونه او د لوګریوغوښتنې

شیرمحمد ((ستانکزی))

pole alam logar 200کابو اولس ورځې کیږي، چې د ملي یوالې حکومت کار پیل او په ځینو مهمو کارونو لاس ورته کړی دی. افغانان د نوی حکومت د کار د پیل څخه خوښ او خوشحاله بریښي او وايي، چې د حکومت ستره بریا او کامیابي لامل  د اداري فساد له منځه وړل دي، ځکه د اداري فساد په شتون هغه ناخوالې را منځته کیږي، کوم چې په تیرو کلونو کې موجودې وې .

اوس خبره دلته ده، چې نوموړې حکومت تر کوم کچه؛ د سولې، امن، ملي پخلاینې،  دښوونیز او روغتیايی مرکزونه جوړ، اقتصادي پانګونه، د نوې پرمختللې ټکنالوژي په جوړولو او د ټولنیزو پرمختګونو ته لیوال دی، تر څو افغانان وکولای شي دغه اسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي.  که څه هم د نوې حکومت د کار د پیل د ګوتو په شمار ورځې تیرې شویدي، خلک او هیواد وال  په دې آندي چې  نوې منتخب حکومت په راتلونکي ورځو کې لوې لاسته راوړنې ولري او هیواد وال مو دنوې حکومت دکار دپیل څخه ورځې تربلې  د دوی دزړونو هغه  واټن کم کړي کوم چې  هغه کسان د دولت څخه ناخوښ څرګندیدل. دحکومت  دکارلومړیتوبونو دناامنیو له منځه وړل .  امنیت او سوله زمونږهیوادوالو لپاره هغه بې سارې اړتیا ده، چې نوې حکومت  بایددغې پروسې  ته جدي او لازم تدابیرپه پام کې ونیسي .  

د اداري فساد ریښې له بیخه غوڅې او پرېکړيي.، چې خلک له دې شومې پدیدې څخه خلاصی ومومي. دزورواکو او تیري کوونکو  مخه نیول، د اسلام سپیڅلي  قوانین پلې  کیدل او  د ښه حکومتولۍ چارې په سمه توګه د بااستعدادو دتجربه لرونکو او دپوهې مهارت لرونکواشخاصو له لورې مخته  یوړل شي.  دنوې حکومت نه دلوګریواوسیدونکو غوښتنې هم دامنیت دستنوټینګښت، دملي یوالې  شتون، پرمختیايي او بنسټیزې پروژوپلي کول، دمتوازن معارف وده، روغتیايی چارې کلیوالي سمیوته پراختیا ورکول او دبیوزلودفقر کچه له منځه وړل اویا دهغوی ګراف راټیټول دي  او هغوی ته دکار اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

دلوګرولایت اوسیدونکي وايي: که چیرته ولسمشر ډاکترمحمداشرف غني احمدزی؛ هغه ژمنې چې په ټاکنیزو سیالیو کې له خلکو سره کړيدي او په عمل کې يي پیاده کړي،  زمونږ هیواد به په څو راتلونکو کلونوکې دګاونډیوهیوادونوسره سیال شي. د دوی په خبره؛ افغانستان دتاریخ په بهیر کې نوې پاڼه اړولې دي، چې افغانان دزیات وخت دانتظار وروسته وکولای شول، چې  یوباورمن او رغنده حکومت ولري، چې دهیوادټولوقومونو لپاره دمنلو وړ او دهغوی استازیتو ب وکړي. په همدې اړه دپل علم ځوانان د نوې حکومت نه غوښتنه کوئ، چې د دوی لپاره دلازم ښوونیز چارې برابرې او هغه ځوانان چې د لوړو زده کړو څخه فارغ شویدي په دولتي ادارو کې دکار زمینه ورته برابره کړي. ددې ولایت دبزګرانو غوښتنه؛ دکرنیزو دښه اوپرمختللې  مکانیزم دجوړولو، داصلاح شویوتخمونواو کیمیاوي سرو ویش، او دهغو کرنیزو ځمکو څخه دغیرې قانوني ګټې اخیستنې یانې دکورونو او نوروتجارتي مرکزونو دجوړولو مخنیوی وشي.  دپل علم ښار هټیوال بیا دنوې حکومت نه غوښتنه کوي، چې دښاروالۍ په ماسټرپلان کې باید بدلون راوستلای شي، دهربخش په اړه باید ځانګړې ځایونه ورته غوره او دپیراوپلور لپاره خاص بیه لیک (نرخ نامه) وټاکي، یولوربه دهغو غریبانو لپاره ګټور تمام شي اوبل دټولو هټیوالو، دپلورتوکې هم په ښه توګه وپلورل شي او ورسره  دفساد مخه ونیول شي.

شیرمحمد ((ستانکزی))