Home خانه
د پاکستان د مشهورہ تلویزیوني چینل جیو نیوز په یوه خپرونه کې
د پاکستان د مشهورہ تلویزیوني چینل جیو نیوز په یوه خپرونه کې
مسافر ابودوجانه:
د پاکستان د مشهورہ تلویزیوني چینل جیو نیوز په یوه خپرونه کې، د پاکستان شنونکي چودري غلام حسین څخه د حاجی نجـ؟ـیب په اړه پوښتنه وشوه چې په بدخشان کې د هغه ټاکل کېدل به د افغان حکومت لپاره څه ګټه ولري او ایا دا کار به پاکستان ته کوم خطر پېښ کړي؟
چودري غلام حسین په ځواب کې وویل: د بدخشان په څېر سیمه کې د جمع خان فـ؟ـاتح ماتول د هغہ د ولسوالیو تصفیه کول، د حسیب پنجشیری اور دھغه د ملګرو له منځه وړل او بیا په دومره لنډ وخت کې د یوه لوړپوړي مسؤل ټاکل، هغه اقدامات دي چې طالبـ؟ـانو ترسره کړل او نړۍ، په ځانګړي ډول ګاونډیان، یې حیران کړل. دې کار د ډېرو خلکو پر هیلو هم اغېز وکړ.
هغه زیاته کړه چې له دې څخه دا خبره څرګنده شوه چې افغان حکومت اوس د شمالي ولایتونو لوري ته جدي پاملرنه کوي. کله چې طالـ؟ـبان د کومې سیمې د تصفیې لپاره متوجه شي، نو هڅه کوي چې موضوع تر پایه ورسوي. د بېلګې په توګه، په ننګرهار او کونړ کې یې د داعـ؟ـش پر مرکزونو عملیات وکړل او په څو میاشتو کې یې هغوی ختم کړل، همدارنګه په پنجشېر کې یې عملیات ترسره کړل او په لنډ وخت کې یې د مخالفینو حضور له منځه یووړ.
اوس په بدخشان کې هم په لنډ وخت کې داسې بدلونونه رامنځته شول چې ډېری خلک یې حیران کړل. د ده په وینا، افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې جنوبي ولایتونه تر ډېره کنټرول شوي، خو په شمالي ولایتونو کې لا ډېر کار ته اړتیا شته.
هغه وویل که په دې برخه کې ځنډ شوی وای، ښايي ځینې شمالي سیمې له ستونزو سره مخ شوې وای، ځکه مخالفو ډلو د ګډ پلان له لارې هڅه کوله چې په دغو ولایتونو کې خپل نفوذ پراخ کړي او د خپل ځواک د ازمېښت لپاره ګډ حرکت وکړي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































