Home خانه
حسیب قوای مرکز !
حسیب قوای مرکز !
Dawood Amin
نوموړی چې اصلي نوم یې حسیب الله او د پنجشېر د آبدرې اوسېدونکی و، د خپل ژوند لویه برخه یې د کابل په قوای مرکز سیمه کې تېره کړه او له همدې امله په همدې نوم مشهور شو.
د اشرف غني د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د حسیب نوم د کابل د امنیتي ارګانونو لپاره په یو لوی سردرد بدل شوی و. د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیه قوماندانۍ په رسمي اسنادو کې هغه په خپلسرۍ، د وسله والو لښکرو په ګرځولو او باجګيرۍ تورن و. د هغه تر ټولو لوی سیاسي او استخباراتي ټکر د وخت له لومړي مرستیال امرالله صالح سره و.
صالح د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د شپږ نیمو بجو په ناستو کې د حسیب نوم د تر ټولو خطرناکو نامسؤلو وسله والو په لېست کې راوست او د هغه د نیولو امر یې وکړ. خو حسیب نه یوازې دا چې تسلیم نه شو، بلکې په فېسبوک کې یې په خپاره کړو ویډیوګانو کې حکومت ته ښکاره چلنجونه ورکول. د دغو ننګونو تر شا تر ټولو مهم لامل دا و چې حسیب د ملي امنیت په ځانګړو قطعاتو کې د پخوانۍ مخینې له امله استخباراتي نفوذ درلود او د تېرو جهادي تنظیمونو لکه: جمعیت اسلامي د ځینو کړیو لخوا په قومي او سیاسي لحاظ ملاتړ کېده، ځکه خو د کابل د پولیسو له درنو کلابندیو او نښتو څخه په رڼا ورځ د تېښتې په پيدا کولو بریالی کېده.
د ۲۰۲۱ ز کال په اګسټ کې د جمهوریت له سقوط سره سم، د حسیب د ژوند پاڼه په بشپړ ډول واوښته او کړنې یې له جنايي حالت څخه نظامي او چریکي بڼې ته واوښتې. هغه پنجشېر ته لاړ او د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت جبهې د ځانګړو ځواکونو قوماندان شو.
حسیب د سالنګ او پنجشېر په واورینو او سختو غرونو کې د ط.البانو پر وړاندې سختې غرییزې جګړې او چریکي بریدونه رهبري کړل او تسلیمۍ ته حاضر نه شو.
حسيب قوای مرکز د ۲۰۲۶/اګست/۲۰مه د شمالي سالنګ په سیمه کې د ط.البانو د استخباراتو او ځانګړو ځواکونو د یو ناڅاپي او هدفمند کمین ښکار شو. په دغه نابرابره جګړه کې حسیب قوای مرکز ووژل شو او د هغه ۱۳ تنه نږدې وسله وال ملګري ژوندي ونیول شول.
د حسیب قوای مرکز مړینې د هېواد د جګړې په دواړو اړخونو کې جلا غبرګونونه پارولي دي. د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او سیاسي څېرې لکه صلاح الدین رباني او امرالله صالح (چې یو وخت یې د نیولو امر کړی و) هغه د آزادۍ د لارې ستوری او اتل بولي؛ خو بل لور ته ط.البان او د ټولنې یو شمېر عام خلک نوموړی د کابل د تېرې دورې لنډغر او د امنیت خرابوونکی یادوي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































