Home خانه
دکتاتور جنرال ضیاءالحق
دکتاتور جنرال ضیاءالحق
![]() |
![]() |
نن د اګست 17م تاریخ دی، له نن څخه 38 کاله وړاندې په هم دې ورځ یو دکتاتور چې د افغان قوم په بر. بادۍ کې یې غټه ونډه آخېستې وه، په یوه الوتکه کې وو. ژ. ل شو. هغه دکتاتور ضیاءالحق نومېده.
د سوشل مېډیا په مننې سره چې مونږ ته یې زمونږ د نسل د. ښمنان را وپېژندل، کني پخوا خو زمونږ خلکو دا سړی د اسلام یو لوئ خدمتکار ګڼلو.
د پا. کسـ. ـتا. ن پخوانی دکتاتور جنرال ضیاءالحق په 17م د اګست کال 1924 کې د هندوستان په جالندهر ښار کې د محمد اکبر علي په کور کې زېږېدلی وو، دا چې محمد اکبر په دلهي کې د انګرېزانو په پوځ کې محرر وو نو د ضیاءالحق دپاره اسانه وه چې ښه تعلیم حاصل کړي، ضیاءالحق د خپل پلار سره د هند شمله ایالت ته لاړ، هلته یې ابتدایي زده کړې وکړې، د کالج دپاره دلهي ته راغی، او دلته یې تر څوارلسمه پورې زده کړې وکړې.
له زده کړو وروسته په 1943 کې د انګرېزانو په پوځ کې شامل شو او په 1945 کې د اول ځل دپاره له هند څخه د باندې د برما او د جاپان جنګ ته ولېږل شو.
د هند له وېش څخه وروسته ضیاءالحق پا. کسـ. ـتا. ن ته راغی او د پا. کسـ. ـتا. ن په پوځ کې د کپټن په حیث شامل شو، درې کاله پس په 1950 کې د Guided Cavalry په ډله کې شامل شو، کوم چې په 1886 کې د پښتنو د کنترولولو دپاره مخې ته راغلی وو.
ضیاءالحق په 1962م مېلادی کال کې د لوړو زده کړو دپاره امریکا ته لاړ، په 1964م مېلادی کال کې واپس پا. کسـ. ـتا. ن ته راغی او د کوېټې په نظامي پوهنتون کې یې کار پیل کړ. په 1965 هند پاکسـ. ـتا. ن ج. نګ کې یې د هند خلاف د ټانکس په حیث ګډون وکړ.
د ضیاءالحق د ژوند قصه هلته بدله شوه کله چې دی د فلس. تینیا. نو خلاف د ج. نګ دپاره له شلو زرو پا. کسـ. ـتا. ني عسکرو سره اردن ته راغی، دلته یې د فلس. تینیا. نو خلاف ج. نګ روان کړی وو چې د عربو او د sراییلو خلاف جنګ کې یې د sراییلو په ملاتړ د عربو خلاف ج. نګ پیل کړ.
په دې ج. نګ کې یو طرف ته چې سعودي عرب، مصر، شام، لبنان او فلس. تین وو، ددوئ ملګرتیا روسیې کوله.
بلخوا
sرایېل، پا. کسـ. ـتا. ن، اردن، فرانسه او برطانیه وو چې ملګرتیا یې امریکا کوله. متئسفانه دغه ج. نګ د sراییلو او د ملګرو په بریا تمامه شوه.
له دې ج. نګ وروسته د فلس. تینیا. نو چې کومې سیمې د اردن له خوا نیولي شوي وې، ضیاءالحق او پوځ ته یې دا دنده ورکړل شوي وه چې له دې ځایه به فلس. تینیان وباسی. پوره درې کاله ضیاءالحق له خپلو ټېنکونو او شلو زرو پوځیانو سره کوڅه په کوڅه په فلس. تیني ځوانانو پسې ګرځېده. دغه دنده یې درې کاله وکړه.
تر ټولو خونړۍ پېښه یې د بلېک ستمبر په نامه وکړه، په دې میاشت کې یې پنځه ویشت زره فلس. تیني ځوانان شهـ. ـیدان کړي وو، ددې پېښې په هکله چې له کوم فلس. تیني هم تپوس وکړې نو درته وه به وایي چې ضیاءالحق ته ضیاءالحق مه وایاست، هغه ته ضیاع الحق ووایاست. ځکه چې ده بې شمېره فلس. تیني ځوانان تر تېغ تېر کړي وو، د ضیاءالحق دغه ماموریت چې د 75زره فلس. تینیا. نو په و. ژ. لو پائ ته ورسېدو په کال 1973 کې په دې شرط پا. کسـ. ـتا. ن ته لاړ چې هغه ته یې ترفیه ورکړه.
په 1975 کې ده ته د لېفټېننټ په عهده ترقي ورکړی شوه، په دې وخت کې چې په پا. کسـ. ـتا. ن کې ګوندونه د بوټو په خلاف راپورته شوي وو نو امکان یې زیات وو چې بوټو له صدراعظمۍ لرې کړي. نو بوټو په دې سوچ سره چې ضیاءالحق یو مهاجر وو د نورو لوړ رتبه جنرالانو په شتون کې یې د پوځ مشر کړو چې دده په خلاف به نه پورته کیږي خو د بوټو دغه اټکل غلط وو، ضیاءالحق په کال 1977 د جولایي په 5م تاریخ کودتا وکړه او بوټو یې لرې کړ.
له کودتا وروسته ضیاءالحق او امر. یکا خپله ټوله توجو د افغانستان په لوري کړه، افغانانو فکر کاوه چې دا خو ضیاءالحق یو ډېر ښه مسلمان دی، خو په حقیقت کې ضیاء الحق د امر. یکا نوکري پر مخ وړله. کله چې د امر. یکې ټول اهداف سر ته ورسېدل نو ضیاءالحق یې له څو نورو جنرالانو او د خپل سفیر سره یو ځائ په یوه الوتکه کې دوړه کړل. نن د هغې الوتکې د غورځېدو 38 کاله پوره شول.
د نور تفصیل دپاره لاندې لینک پرانېزئ.
Muhammad Zia-ul-Haq https://g.co/kgs/MmZE3o
Suhail Noor




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































