Home خانه
په ارګ کې د افغانستان د سیاسي مشرانو وروستۍ غونډه
په ارګ کې د افغانستان د سیاسي مشرانو وروستۍ غونډه
ا لیکنه وحید عمر کړې چې د تاریخ یو مهم باب دی. ټول یې باید ولولي.
شنبه، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۴مه
* ټاکل شوې وه چې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو سیاسي مشران له ولسمشر سره په ارګ کې وویني. پخوانی ولسمشر کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار، قانوني صاحب، استاد خلیلي، استاد محقق، باتور دوستم، حنیف اتمر، د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني راغلل.
* د استاد سیاف لپاره هم څوکۍ اېښودل شوې وه، خو هغه رانغی.
* د ولسمشر مرستیالان په غونډه کې نه وو.
* د غونډې فضا ترینګلې وه. د ټولو څېرې ترخې او اندېښمنې ښکارېدې. هېچا خندا نه کوله. د قرآن کریم له تلاوت وروسته ولسمشر غونډه پیل کړه. د معمول خلاف، خپله یې ډېر څه نه ویل. مایک یې روښانه کړ او ډاکټر عبدالله ته یې وویل چې دی چمتو دی د هغوی خبرې واوري. ډاکټر عبدالله له حامد کري وغوښتل چې خبرې وکړي.
* پخواني ولسمشر حامد کرزي په احساساتي ډول خبرې وکړې. ویې ویل چې په کابل کې د جګړې او وینې تویېدو له احتمال څخه اندېښمن دی. د هغه ټوله کورنۍ په کابل کې ده او حتی هغه مهال چې جرمني غوښتل زوی یې میرویس د پنځه کلنې تحصیلي بورس له لارې جرمني ته یوسي، ده دا وړاندیز نه و منلی. ویې ویل، نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وي او د خلکو د اولادونو له درد څخه ناخبره پاتې شي.
* وروسته اصلي موضوع ته راغی. ویې ویل، اوس د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې د وینې تویېدو او ویجاړۍ مخه ونیول شي.
له هغه وروسته ډاکټر عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني خبرې وکړې. د ټولو پیغام تقریباً یو و: باید په کابل کې د وینې تویېدو او ویجاړۍ مخه ونیول شي.
هغه څه چې زما لپاره ډېر جالب وو، د دې غونډې او د تېرې ورځې د امنیتي غونډې ترمنځ توپیر و. د جمعې په ورځ په همدې ارګ کې ټول بحث د مقاومت، درېدو او له کابل څخه د دفاع پر موضوع و. خو د شنبې په ورځ بیا هېچا د مقاومت خبره نه کوله. ټولو د جګړې او وینې تویېدو د مخنیوي په اړه خبرې کولې.
دا بدلون ځکه هم عجیب و چې ج@ادي مشرانو په تېرو اوونیو کې په غونډو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو د دفاع لپاره د خپلو وړتیاوو په اړه خبرې کولې او له حکومت څخه یې د ولسي پاڅونونو او امنیتي قطعاتو لپاره وسلې، مهمات او امکانات غوښتل. د دې کار لپاره ورته امکانات هم ورکړل شوي وو. خو اوس بیا هېچا د دفاع خبره نه کوله.
ولسمشر ظاهراً پیغام ترلاسه کړی و، یا لږ تر لږه فکر یې کاوه چې پیغام یې درک کړی دی. په خپله لنډه پایله کې یې هم نور د مقاومت او درېدو خبره ونه کړه.
* ولسمشر غني وویل: د مشرانو له وړاندیزونو سره موافق دی او لارښوونه یې وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو سبا قطر ته ولاړ شي او له (ط) سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي. وروسته په بیړه له غونډې ووت. د افغانستان د سیاسي مشرانو له ولسمشر غني سره وروستۍ غونډه له نیم ساعت څخه کمه وه.
* د غونډې پر مهال بله موضوع هم مطرح شوه. یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر سیاسي مشران اسلاماباد ته بلل شوي او ټاکل شوې چې سبا پاکستان ته ولاړ شي. له ولسمشر څخه یې اجازه وغوښته. ولسمشر غوسه شو او ویې ویل، اوس د افغانستان د سیاسي مشرانو لپاره پاکستان ته د تګ وخت نه دی او په دې حساس پړاو کې به دا سفر ښه پیغام ونه لري. قانوني نور څه ونه ویل.
* د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، له تالار څخه بهر له قانوني سره مخ شوم. له دې امله خپه و چې ولسمشر پاکستان ته د هغوی له تګ سره موافقه نه وه کړې او سختې خبرې یې وکړې. له ما یې وغوښتل چې ولسمشر ته ووایم، دی یوازې د درناوي له امله په غونډه کې چوپ پاتې شوی و، که نه نو اسلاماباد ته د تګ لپاره د هېچا اجازې ته اړتیا نه لري. خبرې مې واورېدې، خو څه مې ونه ویل. ټاکل شوې نه وه چې زه د قانوني صاحب او ولسمشر غني ترمنځ پیغاموړونکی واوسم.
لږ وړاندې، د چهارچینار ماڼۍ مخې ته ډاکټر عبدالله، استاد خلیلي، حنیف اتمر او اکرم خپلواک ولاړ وو او خبرې یې کولې. اتمر په منځ کې ولاړ و او نورو په ډېرې پاملرنې سره د هغه خبرې اورېدې. اتمر خپه و. ویل یې، هغه پیغام چې باید ولسمشر غني ته رسول شوی وای، په غیرمستقیم ډول بیان شو او په کافي اندازه روښانه نه و. (ډاکټر عبدالله هم ورسره موافق و.)
د هغوی برداشت دا و چې ولسمشر غني د غونډې پیغام سم نه و درک کړی. خبره یوازې دا نه وه چې په کابل کې جګړه ودرول شي یا یو پلاوی قطر ته ولاړ شي. هغه پیغام چې سیاسي مشرانو راوړی و، دا و چې ولسمشر باید له صحنې څخه څنګ ته شي، څو د واک د سمدستي لېږد زمینه برابره شي.
* اتمر وړاندیز وکړ چې دی او ډاکټر عبدالله یو ځل بیا ولسمشر ته ورشي او دا ځل موضوع په واضح ډول ورته بیان کړي، څو هېڅ ابهام پاتې نه شي. پرېکړه وشوه چې له ولسمشر څخه د لیدنې وخت وغوښتل شي. زه او اکرم خپلواک یوځای حرمسرا ته ولاړو، څو ولسمشر ته پیغام ورسوو او نظر یې واخلو. د حرمسرا په انګړ کې مې له ډاکټر خپلواک څخه وغوښتل چې دی یوازې له ولسمشر سره خبرې وکړي. خپلواک دننه ولاړ او لږ وروسته بېرته راوګرځېد. ولسمشر حاضر شوی نه و چې له ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر سره وویني.
کله چې هغه ورځ له چهارچینار ماڼۍ څخه وتلم، زما برداشت له پېښو څخه واضح و. نږدې ټولو مهمو سیاستوالو، چې د نظام دننه او بهر وو، دې پایلې ته رسېدلي وو چې ولسمشر غني باید له صحنې څخه څنګ ته شي. ( د هغوی محاسبه ظاهراً دا وه چې د (ط) اصلي ستونزه له ولسمشر سره ده او که هغه څنګ ته شي، (ط) به له نورو سیاسي مشرانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او ښايي یو ګډ مشارکتي حکومت جوړ شي.
خو یوه اساسي پوښتنه بېځوابه پاتې وه:
هغه (ط) چې پرته له جدي مقاومت څخه د کابل تر دروازو رسېدلي وو او اوس پوهېدل چې په کابل کې دننه هم د جګړې لپاره جدي اراده نشته، ولې به واک له بل چا سره وېشي؟
که هغوی کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی اړ کړي وای چې سبا په قطر کې دغه واک له نورو سره ووېشي؟
د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې روښانه شو.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































