Home خانه
د استاد رباني لور فاطمه رباني يوه شتمنه افغان سوداګره !
د استاد رباني لور فاطمه رباني يوه شتمنه افغان سوداګره !
Dawood Amin
![]() |
![]() |
د TBIJ - د څېړنیزو خبریالانو ادارې د رسمي اسنادو له مخې د استاد برهان الدين رباني لور فاطمه رباني د هغو لوړ پوړو افغان څېرو په لیست کې راغلې چې د دوبۍ په تر ټولو قیمتي سیمو کې د لوکسو جایدادونو خاونده ده.
هغه د دوبۍ په مشهوره سیمه Fairooz Development کې د یو اپارتمان خاونده ده، چې ارزښت یې سلګونه زره ډالرو ته رسېږي.
نوموړې په دوبۍ کې یو خورا ګران بیه او لوکس هوټل Upmarket Restaurant هم لري. ويل کېږي د افغانستان د پخواني سفیر سید محمد ګیلاني لور هم د هغې سره په دوبۍ کې د قیمتي او لوکسو توکو Luxury Products په یو لوی سوداګریز شرکت کې شریکه ده.
فاطمه رباني د متحده عربي اماراتو د شارجې په امریکایي پوهنتون American University of Sharjah کې په ژورنالېزم او سیاسي علومو کې لیسانس کړی او وروسته یې د لندن د پوهنتون SOAS څخه په پرمختیایي علومو کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی دی.
نوټ: تاسو د TBIj د راپور په اړه څه ليکئ.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر









































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































