Home خانه
د ۲۰۰ ميلونه ډالرو څخه زيات فساد !؟
د ۲۰۰ ميلونه ډالرو څخه زيات فساد !؟
![]() |
![]() |
![]() |
د امریکا د مالیې وزارت OFAC د رسمي پرېکړې له مخې د ميرالرحمن رحماني کورنۍ يوازې د امریکایي ځواکونو د تېلو په تړونونو کې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو ډېر مالي فساد کړی، اؤ په ګمرکونو کې یې له درغليو په ميلونونو ډالر ترلاسه کړي دي.
امريکا په ۲۰۲۳ ز کال دسمبر کې په رحماني اؤ ددوی سره په تړلو ۴۴ شرکتونو بندیز ولګاوه. چې دغه شرکتونه ۲۳ په جرمني، ۸ په قبرس، ۶ په دوبۍ، ۲ په هالنډ، ۲ اتريش، ۱ په بلغاريا اؤ ۲ په افغانستان کې وه.
د امريکايانو د ادعا په اساس چې رحماني د ولسي جرګې د رياست لپاره په ميلونونو ډالره وکيلانو ته د رشوت په نوم ورکړي وه. اؤ قرار له مالوماتو چې رحماني د ۲ میلونه ډالرو پيسو په بدل کې ولسي جرګې ته لاره وموندله.
د مالوماتو له مخې چې نوموړی د جرمني په مونیخ اؤ فرانکفورت کې د ۱۹۷ ميليونه ايرو په ارزښت جایدادونه لري. اؤ همدارنګه د دوبۍ په The Meadows کې د ۱۵,۲ ميليونه ډالره په ارزښت دوه لوی ټاورونه او دوه لوی قصرونه لري او همدارنګه ويل کېږي چې په قبرسي پاسپورټ ۵ نور اپارتمانونه هم لري.
نوټ: دا ليکنه مې د سيګار، واشنګټن پوسټ، د امريکا د ماليې وزارت د يو اعلاميې، کابل ناو اؤ وال سټريټ څخه مختصره کړې.
دا چې د نوموړي په اړه دغه ادعاوې څومره حقيقت دي تاسو يې په اړه څه مالومات لرئ؟




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر










































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































