Home خانه
د قلعه جنګي د ۴۷۰ تنه بنديانو وژل!
د قلعه جنګي د ۴۷۰ تنه بنديانو وژل!
قلعه جنګي د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د مزار شریف ښار ته څېرمه د خټو او پخو خښتو څخه جوړه شوې د ۱۹مې پېړۍ یوه لویه تاریخي نظامي کلا ده. د ۲۰۰۱ ز کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د ط.البانو د رژیم د سقوط پر مهال دغه کلا د شمال د ائتلاف د مشر جنرال عبدالرشید دوستم د ځواکونو عمومي قومنداني او د مهماتو تر ټولو لویه زېرمه وه.
د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې بهرني جنګیالي چې عربان، د پاکستان وګړي، چیچنیایان او ازبکستاني وسله وال وه مزار شریف ته انتقال شول.
جنرال دوستم دغه بندیان د قلعه جنګي په سوېلي برخه او د هغې په زېرزمینیو کې ځای پر ځای کړل. خو د عسکرو د بې غورۍ له امله د بندیانو بشپړه تالاشي ونشوه او ځينو یې لاسي بمونه او پټې وسلې له ځان سره ساتلې وې.
د نومبر د ۲۵مې په سهار د CIA دوه افسران جاني مایکل سپان او ډیویډ کلا ته وراغلل ترڅو د القاعده له شکمنو غړو تحقيق وکړي.
د تحقیقاتو په جریان کې بندیانو ناڅاپه پر ساتونکو برید وکړ، هغوی یې بې وسلې کړل او د کلا د وسلو او باروتو لوی ګودام ته ننوتل. هغوی د سپکو او درنو وسلو په ترلاسه کولو سره د کلا دننه د دوستم يو تعداد عسکر مړه او کلابند کړل.
په دغه لومړي برید کې د CIA افسر مایکل سپان ووژل شو چې دا په افغانستان کې د امریکا د جګړې په تاریخ کې د لومړي امریکايي پوځي د وژل کېدو پېښه وه.
دې جګړې شپږ ورځې دوام وکړ. د دوستم ځواکونو نه شول کولی چې د بنديانو د پاڅون مخه ونيسي نو د امریکا د ځانګړو ځواکونو Green Berets او د برېتانیا د (SAS) کمانډو ځواکونو څخه يې مرسته وغوښتله.
امریکايي F-18 الوتکو پر کلا بمبار وکړ. په غلطۍ کې يوه داسې پېښه هم رامنځته شوه چې د امريکايانو لخوا د دوستم عسکر په نښه شول او ووژل شوه.
جګړه د بنديانو په ضد روانه وه مګر بنديانو مقاومت کولو عسکرو لومړی زېرزمینیو ته تېل ورواچول او اور یې ورپورې کړ، چې ډېری بنديان وسوځيدل اؤ ځينو بيا هم له زيرې زمينۍ څخه مقاومت کولو.
جنرال دوستم امر وکړ چې د کلا زيرزمينۍ بايد له اوبو ډکه شي همداسې يې وکړل په ۴۷۰ تنو بنديانو کې ۸۶تنه ټپيان وه نور ټول څه د اور اؤ څه د اوبو د غرقېدو له امله ووژل شوه.
ويل کېږي چې په دغه پېښه کې ۶ تنه امريکايان هم ټپيان شوي وه اؤ په ۲ تنه امريکايانو جان والکر لينډ او عصام حمدي د ط.البانو د حمايت تور هم و.
د بښنې نړېوال سازمان په دې پېښه خواشیني څرګنده کړه او د امريکايانو اؤ دوستم عمل يې د نړيوالو اصولو خلاف عمل وبللو.
ماخذ: نن ټکی اسیا، CNN، wekpedia ، او......
نوټ: دا مالومات موږ له مختلفو ويب پاڼو مختصر کړي ستاسو يې په اړه مالومات څه دي؟




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































