Home خانه
د پېښور د موافقتنامې په اساس، حضرت مجددي د دوو میاشتو لپاره د مجا-هدینو لومړی جمهور رئیس شو
د پېښور د موافقتنامې په اساس، حضرت مجددي د دوو میاشتو لپاره د مجا-هدینو لومړی جمهور رئیس شو
د نواز شریف له لوري صبغت الله مجددي ته، یا په نورو اصطلاحاتو «امریکایي ملا» ته، د تعویذونو، جادو، سحر، کوډو، د نجونو په خط کې کېنولو او د پېریانو د لیرې کولو «حضرت»، «خلیفه»، «پیر» او متخصص ته د لس میلیونو ډالرو چک ورکول!
د پېښور د موافقتنامې په اساس، حضرت مجددي د دوو میاشتو لپاره د مجا-هدینو لومړی جمهور رئیس شو.
څو ورځې وروسته، حضرت صاحب د یوه خونړي بحران په غېږ کې راګیر شو. حضرت صاحب د دې بحران څخه د وتلو سترګې پاکستان ته نیولې وې. او په همدې خاطر یې د مې په ۲۶مه په یوه غیر رسمي سفر اسلامآباد ته لاړ. هلته د نواز شریف او نورو دولتي چارواکو له لوري ورته ډېر تود هرکلی وویل شو او د توپونو ډزې یې هم ورته وکړې.
حضرت صاحب ته پاکستان ډاډ ورکړ چې هر څه به د ده له طبیعت سره سم روان وي او راتلونکې پرېکړې به ټولې د ده په خوښه کېږي. د دې تر څنګ، نواز شریف د لس میلیونو ډالرو چک د شیریني په رقم حضرت صاحب ته ورکړ، ځکه چې د نواز شریف یو لوی ارمان* پوره شوی و، حضرت صاحب هم دې لسو میلیونو ډالرو چک ټیټې سترګې په جیب کې کېښود.
*یاده دې وي، چې نواز شریف به همیشه دا دعا کوله: «خدایه پاکه! زما له ارمانونو یو ارمان دا دی چې په افغانستان کې د پاکستان تر نفوذ لاندې دولت شتون ولري...!»
بله یادونه دا چې په ۱۹۹۰م کې نواز شریف او بوټو په ټاکنو کې د یو بل سیالان وو. نواز شریف به په ټاکنو کې داسې تبلیغ کاوه او پاکستانیانو ته به یې ویل: «ماته رایه راکړئ، ځکه چې ما د افغانستان وسلهوال پوځ له منځه یووړ!»




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه



































