Home خانه
احمد ضيا هم دګلو سوداګري وکړه
احمد ضيا هم دګلو سوداګري وکړه
خان قره باغي به په تاوده اتڼ کې غاړه تازه کړه او سندره به يې بلې غړانګي ته واړوله
ويل به يې
وه لالی دګلو سوداګر دی
احمد ضيا هم دګلو سوداګري وکړه
احمد شاه او احمد ضيا دواړه دپوليسو دډګروال دوست محمد خان زامن وو
احمد شاه په پنجشير کې وو
او احمد ضيا په پيښور کې
يوه ورځ ناببره اوازه ولګيده چې احمد ضيا درباني زوم شو
څو تنه ياران يې مبارکۍ ته ورغلل
احمد ضيا يوه جګري دوست ته وويل
دختر رباني رابرای امکانات جمعيت ګرفتم
بيا چې استاد رباني دجمعيت دکانتنري حکومت سربراهۍ ته ورسيد
نو احمد ضيا يوه ډله سربکف مجاهدين وګمارل چې په پروان کارته کې دهندوانو مليوني کورونه په نښه کړي تر څو يې دخاک پولي په قيمت ترې واخلي
هماغه وو چې څلور کورونه په نښه شول او هر کور په يونيم لک افغانۍ په زور له هندوانو څخه رانيول شول
هندوانو ته يې اخطار ورکړ که پر قباله ګوتې ونه لګوئ نو وه به وژل شي
او مړ چې خدای شرموي نو دغسل په تغته به يې ډينګ ټيز ووزي
همدغه ضياجان په تلويون کې کښيناست مخلوق ته يې وويل
په کابل کې مې څلور کورونه دي او له هندوانو مې په مفته بيه اخيستي دي
اوس هر کور په لوړه ډالري کرايه راته چليږي او زه منتو او اشک خورم
مخلوقه اوس اوازه ده چې په فرانسه کې يې هوټل اخيستی دی او پنځه شپيته مليونه اروپايی روپۍ يې پې ور ګڼلي دي
دا احمد ضيا به سبا بيا را ځي او وايی به فارسي در خطر است ما افغان نيستم
مرا معاون بسازيد ورنه روايت افغانيت واسلاميت به پايان رسيده است




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































