Home خانه
د لوګر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په محمدآغې ولسوالۍ کې د سیند د بستر پاکولو چارې پیل کړې
د لوګر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په محمدآغې ولسوالۍ کې د سیند د بستر پاکولو چارې پیل کړې
د صفرالمظفر_۱۸مه_یکشنبه
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست، د یادې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج ملا نورالدین «ترابي» د لارښوونې پر بنسټ، د محمدآغې ولسوالۍ د زاهداباد ښارګوټي د سیند د هغه بستر د پاکولو عملي چارې پیل کړې چې د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوی و.
د دغې پروژې عملي کار د تخنیکي سروې او دقیقې ارزونې له بشپړېدو وروسته پیل شو. دغه بستر چې اوس یې د پاکولو چارې روانې دي؛ ۸۵۰ متره اوږدوالی، ۸ متره سور «پلنوالی» او ۱ متر ژوروالی لري، چې د رغولو لپاره یې «۲۹۴٬۵۰۰ افغانۍ» بودیجه منظوره شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې د یاد بستر د خراب وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ خو د دې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو طبیعي بهیر منظم، د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او د سېلابونو احتمالي زیانونه تر ډېره بریده راکم شي.
د لوګر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولینو څرګنده کړه چې د چارو د چټکتیا او اغېزمن پلي کېدو په موخه یې یو عراده اسکواټور ماشین په کرایه نیولی او په ساحه کې یې په کار ګومارلی دی، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړه او د سیمې اوسېدونکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د لوګر ولایت مقام، د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































