Home خانه
رحیم وردڪ ملي خاین و
رحیم وردڪ ملي خاین و
څو ځلې راته مسیجونو کې وطنوالو وویل چې د رحیم وردگ سپیناوی مه کوه یو ځل خو یې د زامنو شتمنیو ته سر ورښکاره کړه، نن بیا یو کس راته مخامخ وویل رحیم وردڪ ملي خاین و، تا یې په هکله غلطه څرگندونه کړې وه، زه وایم ماخو یواځې خپله خاطره او د هغه وخت حقیقت بیان کړي هغه هم په ثبوت زه یې په اوسنۍ شتمنۍ څه کار لرم د دوی په شتمنۍ ټول هېواد خبر دي دا خو حقیقت دی، د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت عصري کور د لاس انجلیس په بېورلي هېلز کې موقیعت لري. د سینت رېجیس په مشهور هوټل کې د ننه د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کور چې په میامي بیچ ساحل کې موقعت لري، همدارنگه په نیویارک او ویرجنیا کې چېرته چې د عادي کور قیمت ۲ میلیونه ډالر دی، دوی ښه کورونه لري.
حامد وردک اوس د لوډس اتلیټیکس په نوم د کالیو برانډ لري، او داوود وردک د اې ډي کېپیټل نړیوال شرکت رئیس دی، په افغانستان کې حامد د اېن سي اېل هولډینګز (NCL Holdings) په نوم خپل اصلي لوژستیکي شرکت لرلو چې د امریکايي ځواکونو د اکمالاتو چارې یې پر مخ وړلې چې دې ۳۶۰ میلیونه ډالرو قرارداد یې
د امریکا له دفاع وزارت (پنټاګون) څخه د خوړو، تېلو او مهماتو د لېږدولو او د لارو د امنیت ساتلو په برخه کې یو مستقیم دوه کلن تړون و.
خلکو ته دا پوښتنه طبیعي ده چې دوی دومره پیسې له کومه کړې دي؛ خو د موجودو معلوماتو له مخې، د رحیم وردګ زامنو پیسې د قانوني قراردادونو په امضا او رسمي بانکي لارو ترلاسه او جمع کړې دي. تر اوسه د امریکا د عدلیې وزارت (DOJ)، FBI او نورو صلاحیت لرونکو جنایي ادارو له خوا د دوی پر ضد د غلا یا مالي جرم کوم معتبر رسمي ثبوت نه دی خپور شوی، که چېرته وای، نن به دوی هم د ظاهر قدیر په شان لاس تړلي په محکمو گرځېدل.
دا چې فساد په کومه برخه کې شوئ کولی شې
افغانستان کې د امریکايي حضور پر مهال د غلا، قراردادي درغلۍ او فساد قضیې د SIGAR، FBI، د امریکا د عدلیې وزارت (DOJ)، DCIS او USAID OIG له خوا څېړل کېدې کولی شې په هکله یې معلومات ترلاسه کړئ.
په امریکا یوروپ او دوبۍ کې د هالیووډ د ستورو په څېر د میلیونونو ډالرو قصرونه پېرل او عیاشي کول هغه هم د ملت په پیسو رب یې دې ترې واخلې هغه پیسې چې باید د هېواد په ابادۍ او امنیت لګول شوې وای، په لویدیځ کې د شخصي فېشن او موسیقۍ په بنډارونو کې حیف او میل شوې، د هېواد لوټماران به هېڅ کله ښه ورځ ونه گوري.
خاین/ خاین دی چې هرڅوک دی رب یې د هلاک کړي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































