Home خانه
په پاکستان کې د افغانستان د سفير لور چا وتښتوله؟
په پاکستان کې د افغانستان د سفير لور چا وتښتوله؟
د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله عليخېل په رڼا ورځ د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شوه.
سلسله عليخېل د اسلام اباد له یوې ګڼه ګوڼې ډکې سوداګریزې سیمې بلو ایریا څخه د کور پر لور روانه وه چې د نامعلومو کسانو لخوا په نښه او وتښتول شوه. تښتونکو هغه شاوخوا پنځه ساعته په ناڅرګند ځای کې وساتله.
د هغې تر خوشې کېدو وروسته د اسلام اباد د PIMS روغتون طبي معایناتو په ډاګه کړه چې پر هغې سخت فزیکي تشدد شوی و؛ پر سر، مخ او بدن یې د وهلو نښې وې او لاسونه او پښې یې په رسۍ کلک تړل شوي وو. که څه هم په لومړیو کې د جنسي تېري اوازې وې، خو رسمي روغتیايي راپورونو دا ادعاوې په بشپړ ډول رد کړې.
د دې بې ساري سپکاوي په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا کار د ویانا د ۱۹۶۱ کال د نړیوال کنوانسیون خلاف وباله او په سخت احتجاج سره یې خپل سفیر او ټول لوړ پوړي ډیپلوماټان له اسلام اباده کابل ته راوغوښتل. په کابل کې باور دا و چې دا کار د پاکستان د ځواکمنې استخباراتي شبکې د مشر فيض حميد په پلان ترسره شوی دی.
خو د پاکستان حکومت د یوې دفاعي تګلارې په غوره کولو سره قضیه په بشپړ ډول رد کړه. د پاکستان د کورنیو چارو د وخت وزیر شېخ رشید ادعا وکړه چې د ۷۰۰ ساعتونو د CCTV کامرو د ویډیوګانو او ۲۰۰ ټکسي چلوونکو تر پلټلو وروسته د تښتونې هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی. اؤ ددې پېښې له څېړنې مخکې يې دا هم وويل چې ما هغه ټولې ويډيوګانې وکتلې، چې انجلۍ له کوره پياده وځي، راولپينډۍ ته ځي، له هغه ځایه دامن کوه « د اسلام اباد شمال کې د غره لمن د چکر يو ځای دی» ته ځي او له هغه ځايه بله ټيکسي کې کيني او په لاره کې انټرنيټ هم کاروي. خو حنيف اتمر د شيخ رشید څرګندونې له وخت مخکې وبللې او زياته يې کړه، چې دا ډول خبرې د روانو څېړنو پايلو او دوه اړخيزو اړيکو ته سخت زيان رسولی شي.
له دې پېښې څو ورځې وروسته افغان حکومت سقوط وکړ او دا له شرمه ډکه قضيه د تل لپاره غلې شوه.
نوټ: ستاسو په دې اړه مالومات څه دي؟




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































