Home خانه
محمد هاشم زماني
محمد هاشم زماني
شاعر، لیکوال، سیاستوال او مبارز
محمد هاشم زماني په ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ ميلادي) کال کې د کونړ ولايت د لمټک په کلي کې د خپلواکۍ (استقلال) د چترال د جبهې د سوبمن (فاتح) او د غازې امان الله خان غښتلي مټ ، غازي ميرزمان خان ( لوې خان) په کور کې زيږيدلی وو.
لومړنۍ زده کړې يې په جومات او کور کلي کې د وخت د علماؤ نه ترلاسه کړې.
شپاړس کلن وو چې د خپلې ټولې کورنۍ سره، چې شمير يې د سلو کسانو نه زيات وو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د ظالم #شاهي رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې د يو نامالومه برخه لیک (سرنوشت) په تمه د دهمزنګ جهنمي بندي خونې (زندان) ته واستول شو.
نوي ځلمي محمد هاشم زماني د خپلې ځوانۍ دیارلس کلونه د دهمزنګ د بندي خونې (زندان/جیل) په تورو او نمناکو خونو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره تير کړل.
د دهمزنګ په زندان کې یې له يو شمير سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان څرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، د ناظر صفر کورنۍ، فرقه مشر غلام نبي خان (مشهور په چپه شاخ)، او نورو سره پېژندګلوي وشوه.
محمد هاشم زماني په زندان کې د مروجه علومو زده کړې د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي ديني عالم او ملي و سياسي شخصيت، بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، مولانا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي سړېتړبونو (شخصيتونو) څخه وکړې.
په زندان کې د ناروغيو او ناوړې تغذيې له امله د ارواښاد زماني د کورنۍ ٢٨ تنه غړي مړه شول.
دوی خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي او د زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي.
ځنځير د ظلم شليږي مظلومان آزادوي
پدې ځنځير د ظلم ظالمان بنديانوي
د ظلم ځنځير زنګ شه د ظالم جادو ماتيږي
اوس خونه د جادو همدا خواران ويرانوي
هغه د خپلې کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته وشړل شو (تبعيد شو) او ١٣٤٣ ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پورې د ٨ کلونو لپاره هلته د تبعيد ژوند تير کړ.
د ارواښاد زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د وطن په ډيرو ورځپاڼو، مجلو او اوونيزو نشراتو لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانګه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي.
زماني د ډيموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو او د داؤد خان د جمهوريت د دورې په لويه جرګه کې يې د کونړ ولایت د وکيل په توګه برخه اخيستې وه.
محمد هاشم زماني د ١٩٧٩ ميلادي کال په وروستيو شپو ورځو کې پېښور ته کډه وکړه او هلته يې قلمي جهاد پيل کړ.
د جهاد لمړئ چاپ شوئ اثر "قطبي خرس" په انګريزي ژبه هم ژباړل شوی، او بيا وروسته د انګريزي ژباړې ځينې برخې په فرانسوي، ايټالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شويدي.
زماني د جهاد په دوران کې د هيواد د خپلواکۍ لپاره د هلو ځلو په ترڅ کې په بين المللي کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون لپاره ګڼ شمير باندنيو هيوادونو ته سفرونه وکړل.
په ١٩٨٧ کال کې د امريکي متحده ايالاتو ته کډوال او د کاليفورنيا د ايالت د سان فرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هيوارډ په ښار کې ميشت شو.
د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو او دري ژبو ځينې اشعار د زنداني احساس، قطبي خرس، سړي خوړه بلا سربيره د آزادۍ مشال، د آزادۍ ارمان، خواره ګلونه او د سولې زمزمې نومې کتابونو کې راټول او چاپ شويدي.
که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه د دوهمې حملې او مغزو د سکتې له امله د اوږدې مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو او د وجود يوه خوا يې فلج شوې وه د افغانستان د حالاتو او پيښو سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو ګلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعې يې وليکلي او د #زنداني_خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ.
ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله لرله چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل ګران هيواد او دردېدلو هيوادوالو چوپړ (خدمت) ته دوام ورکړي.
د دوی يو اثر "د پوهنې ملي انقلاب" نوميږي چې د مرګ تر شپې يې د دغه اثر د دوهم ټوک کار کاوه.
د پوهنې ملي انقلاب او نور پاتې کتابونه او لیکونه یې ډاکتر عبدالرحمن زماني چاپ کړل.
د وطن او ولس مين، مبارز سياستوال، ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعې په شپه د ١٣٨٤ لمريز کال د غبرګولي د مياشتې په ١٩ (د ٢٠٠٥ عيسوي کال د جون د مياشتې په لسمه) نيټه د ٧٦ کلنۍ په عمر د زړه د ناڅاپي حملې له امله د فاني نړۍ نه سترګې پټې کړي.
جنازه يې په افغانستان کې په خپل پلرني ټاټوبي کونړ کې خاورو ته وسپارل شوه.
اروا یې ښاده - یادونه یې تلپاتې




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































