Home خانه
خبرتیا!
خبرتیا!
د لوګر ولایت ټولو محترمو قصابانو ته خبر ورکول کېږي، د قصابانو د چارو د لا ښه تنظیم لپاره د لوګر ولایت د مصرفوونکو د ملاتړ کمېسیون لاندې لارښوونې او پرېکړې کړې دي، چې عملي کول یې حتمي او لازمي دي:
۱. د لوګر ولایت ټول قصابان دې له هر ډول بېنظمۍ، سرغړونې او له نورو ولایتونو څخه لوګر ولایت ته د غوښې له انتقال څخه په کلکه ډډه وکړي.
۲. ټول روغتیايي او وترنري قوانین او مقررات، او همدارنګه د اړوندې کمېټې د مسؤلینو لارښوونې باید په بشپړه توګه مراعات شي. حلال شوی حیوان یوازې هغه وخت د استفادې او پلور وړ دی چې د وترنر ډاکټر له لوري معاینه، تأیید او مهر شوی وي.
۳. د حیواناتو ذبحه یوازې د موظف وترنر ډاکټر له اجازې وروسته، په ټاکل شوو وختونو کې، او یوازې د لوګر ولایت د مسلخ په انګړ کې ترسره کېدای شي.
۴. د دندې پر مهال د کاري جامو اغوستل، د روغتیا کارت او معتبرې پېژندپاڼې لرل لازمي دي. همدارنګه، شخصي نظافت، د چاپېریال پاکوالی او د ذبحې د ځای پاک ساتل باید په بشپړه توګه مراعات شي.
یادونه: که له پورته مواردو څخه سرغړونه وشي، هېڅوک د شکایت حق نه لري، او وروستۍ پرېکړه به د موظفې کمېټې له خوا ترسره کېږي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































