Home خانه
سید اسحاق ګیلاني بيبيسي ته
سید اسحاق ګیلاني بيبيسي ته:
د طالبانو راتګ سره له سیاست څخه لیرې یم، ژوند بیخي سخت تېرېږي او ان په هفتو هفتو د خپل کور د بهر دروازې ته هم نه نږدې کېږم.
هغه زیاتوي: «یو څو ځل مې سراج الدین حقاني او د طالبانو استخباراتو رییس سره دوه کاله مخکې ولیدل، خو بیا چا سره نه یم ناست».
د ولسي جرګې دا پخوانی غړی چې د پیر ګیلاني کورنۍ سره تړاو لري، وړاندې وویل: «ممکن طالبان نه غواړي چې مونږ سره کیني او یا هم ښایي وخت ونه لري».
د بي بي سي په تازه ویډیو کې ښکاري چې د دغه پیر یوه ډله مریدان د هغه کور ته ورننوځي او دی بیا وایي چې بس اوس یوازې له همدوی سره د کور کلي، مالدارۍ او زراعت خبرې کوي.
د پیرانو دا کورنۍ چې په غزني، پکتیکا، لوی کندهار او شمالي ولایتونو کې مریدان لري، د کورنۍ ځنې غړي یې طالبانو وډبول او ونیول.
پخوا به د دې کورنۍ غړي په لویو پروتوکولونو ولایتونو ته سفرونه کولو، مریدانو او پیر پرستانو به یې پراخ هرکلی کاوه، خو اوس پرې طالبانو سخت بندیزونه لګولي دي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































