Home خانه
ملايانو تل د افغانستان ټول مترقي مرکزي حکومتونه ننګولي او ګواښلي دي
ملايانو تل د افغانستان ټول مترقي مرکزي حکومتونه ننګولي او ګواښلي دي:
دغه ناولی ګوډ ملا د شاه غازي امان الله د اصلاحاتو پر ضد د پاڅون مشر وه :
ملا عبدالله، چې په ګوډ ملا مشهور و، د افغانستان په سوېلي پښتني سیمو کې د شاه غازي امان الله خان دحکومت پر ضد تر ټولو لوی پاڅون تنظیم کړ. هغه د لوي پکتيا دمنګلو، ځاځیو او سلیمانخېلو قبیلو تر ترمنځ ښکته پورته ګرځېده. په یو لاس کې یې قرآن او په بل لاس کې د شاه غازي امان الله د حکومت د جزا قانون نیولی وو او له خلکو یې پوښتل:
« اې خلکو ! تاسو قرآن منئ که دا قانون؟» خلکو به په یوه غږ او خورا شور او ځواږ ځواب ورکاوه: «قرآن.» بیا به یې ویل:
«امان الله خان د قرآن پر ځای دا قانون پر تاسو نافذ کړی دی.»
په دې توګه، ګوډ ملا او د هغه فکري ملګرو نالوستي ، ناپوه او ساده افغانان- پښتانه وګړي د امان الله خان او د هغه د اصلاحاتي پروګرامونو پر ضد پاڅون ته هڅول.
د ګوډ ملا او نورو مخالفو دیني عالمانو له نظره، د امان الله خان «ګناه» دا وه چې په جزا قانون کې یې په زور نکاح او د کم عمره جونو سره ودونه منع کړي وو، دڅو ښځو واده یې د عدالت په شرط پوري تړلی و، دجونو د زدهکړو زمینه یې برابره کړې وه او دجونو ښوونځي یې جوړ کړي وو. دوی دا اصلاحات او سمونونه د شریعت خلاف او له اسلام سره دښمني بلله او د خلکو دیني احساسات یې راپارول، څو په دين مئين او په کلتوري محدوديديتونو کي ګويا بند خلک د اماني حکومت پر ضد راپاڅوي.
له امان الله خان څخه مخکې، شتمني او واک د شاهي کورنۍ په په بشپړه واک کې و او ملکانو، ځمکوالو او ملايانو هم په همدې جوړښت کې غوړه ونډه لرله. امان الله خان غوښتل دخپلو اصلاحاتو له لارې د دغو ډلو اغېز او امتیازات محدود کړي. هغوی چې خپلې ګټې یې په خطر کي لیدلې، دخلکو له دیني باورونو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پاڅونونه جوړ کړل او افغانستان، چې د پرمختګ، ازادۍ او ابادۍ د کاروان له ملتیا سره نږدې شوی و او دنړۍ له نورور ملتونو سره سم روان وه ، یو ځل بیا شاته وغورځاوه.
ملکان او ځمکوال یوازې دخلکو د راټولولو توان نه درلود؛ خو ملايانو د دیني احساساتو په پارولو، د تکفیر او تفسیق د فتواوو په صادرولو او دخپل ټولنیز اغېز په کارولو سره د امان الله خان د حکومت دنسکوريدو زمینه برابره کړه. په يوه خپل سري رابلل شوي غونډه کي څلور سوو ملايانو، ملکانو او خانانو په یوه فتوا سره امان الله خان کافر اعلان کړ.
امان الله خان له انګرېز استعمار سره جګړه کړې وه او د افغانستان خپلواکي یې ترلاسه کړې وه؛ له همدې امله د بریتانیا استخباراتي ادارو هم د هغه پر ضد پراخ فعالیتونه پیل کړل. دځینو تاریخي راپورونو له مخې، د کلنل لارنس په نوم یو انګرېز د روحاني جامو په اغوستو افغانستان ته راغی او دامان الله خان پر ضد یې تبلیغات وکړل. همدارنګه، د انګرېزي اجنټانو په هڅونه د امان الله خان د سلطنت دنسکوریدو په اړه وړاندوینې دخلکو ترمنځ خپرې شوې؛ له هغې ډلې، په کابل کې یو نجومي د هغه د سلطنت د پای وړاندوینه وکړه، او په هلمند کې دا خبره خپره شوه چې یوه ملا په خوب کې لیدلي وو چې د پاچا تاج له سر څخه لوېدلی دی. په پای کې، له اویاوو څخه زیاتو ملايانو او ملکانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره امان الله خان تکفیر کړ او هغه یې له سلطنته ګوښه اعلان کړ.
شاه امان الله خان په بشر پالنه او دموکراسي باور درلود ،هغه نه غوښتل د خپل هېواد وګړی په خپله ووژني،نوموړي پوهيده چي ملايان انګريزانو او پيروانو لمسولي دي او د هغوي په لمسون راپورته شوي دي ، نو ځکه په خپلو پلانونو کي پاتي راغئ د ملا پړسوب او څربول دنړيوالو په مالي مرسته کيږي !
ځکه نو امان الله خان ولسي ملاتړ بايلود چي دپښتون دجومات ممبر واک له ملا سره دی او هر چا چي دملا سره همغږي نه درلوده هغه مشر د ملايانو په فتوا لومړی کافر شوی،بيا ځپل شوی، رټل شوی او له واکه غورځول شوی دی !!!!
منل او نه منل يې پر تاسو




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه

































