Home خانه
حاجي صدوخان حکیمي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې
حاجي صدوخان حکیمي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې
د لوګر یو هسک قومي مشر او د جرګو او مرکو مخکښ حاجي صدوخان حکیمي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې
ارواښاد حاجي صدوخان حکیمي د خیرخواهۍ، ولسپالنې او د خلکو ترمنځ د سولې، یووالي او روغې جوړې په برخه کې یو دروند شخصیت و. نوموړي خپل ژوند د ولس خدمت، قومي یووالي او د خلکو د ستونزو حل ته وقف کړی و.
الله تعالی دې وبښي جنت الفردوس یې په نصیب کړي، روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې وي.
د ارواښاد درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو خواخوږو ته د زړه له کومې ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوم. الله تعالی دې ټولو ته د دې ستر غم د زغملو صبر جمیل او اجر عظیم ور په برخه کړي.
د ارواښاد جنازه به سبا چهارشنبه د سهار په ۹:۰۰ بجو د پلعلم ښار اړوند نوي کلا کې ادا شي او وروسته به خاورو ته وسپارل شي.
إنا لله وإنا إليه راجعون.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































