Home خانه
تاریخ؛ د تېر وخت د حقیقتونو سپیڅلی آرشیف
تاریخ؛ د تېر وخت د حقیقتونو سپیڅلی آرشیف
ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
تاریخ د بشري ژوند د تېر سفر هغه ستره پاڼه ده چې د انسانانو، ټولنو او ملتونو تېرې تجربې، کړنې، بریاوې او ناکامۍ پکې خوندي ساتل کېږي. د تاریخ په مطالعه کې انسان یوازې د تېرو پېښو له حاله نه خبرېږي، بلکې د هغو له پایلو څخه د راتلونکي لپاره د سمې لارې د موندلو فرصت هم ترلاسه کوي.
تاریخ د انسانانو د ښو او بدو کړنو هغه تلپاتې حافظه ده چې ښې کړنې د تقدیر او ستاینې وړ ګرځوي او له ناسمو کړنو څخه د عبرت او زدهکړې زمینه برابروي.
خو د تاریخ ریښتینی ارزښت یوازې د پېښو په ثبت او خوندي کولو پورې نه محدودېږي، بلکې د تاریخي حقایقو په سمه پېژندنه، تحلیل او عادلانه بیان کې هم نغښتی دی. په همدې اساس، د تاریخ لیکونکي پوهه، امانتداري، عدالت، د لید زاویه او د پېښو د دقیق تحلیل وړتیا هغه مهم معیارونه دي چې د تاریخ د اعتبار او ارزښت کچه ټاکي.
که تاریخي پېښې له حقیقت او واقعیت سره سمې، هر اړخیزې او له تعصب څخه لرې ولیکل شي، نو تاریخ د راتلونکو نسلونو لپاره د هدایت، عبرت او سمې لارې د موندلو یوه باوري سرچینه ګرځي؛ خو که د تاریخ په لیکنه کې حقیقت، امانت او عدالت له پامه وغورځول شي، نو د پېښو د تحریف او د دروغو د ګډېدو زمینه برابرېږي.
تاریخ د پخوانیو پېښو د خوندیتوب یو سپیڅلی آرشېف دی چې لوستونکو ته د ښو او بدو حالتونو او شرایطو د تفکیک زمینه برابروي، ترڅو لوستونکي وکولای شي د تور او سپین ترمنځ حقیقي لار ومومي.
بشریت هغه مهال خپل مسیر په ریښتني توګه وموند کله چې د دوی کړنې د قلم او لیکنې له اړخه د کتابونو لمنو ته په ريښتنې توګه دننه شوې، ښه یې د ستاینې له اړخه تقدیر شول او له بدو څخه یې بیا د عبرت په هدف د نیوکې میدان ته ټیل وهل شول. هدف دا چې تاریخ یې د پټولو لپاره داسې څه نه درلودل چې د لوستونکو سترګې پرې پټې کړي.
د تاریخ اهمیت د تاریخ لیکونکي له پوهې، امانتدارۍ، عدالت او د لید د زاویې ترڅنګ د حقایقو او واقعیتونو د غوره تحلیل له شرایطو سره د تناسب له ځواک سره په پراخه کچه اړیکه لري؛ یعنې څومره چې د تاریخ لیکوال د پورتنیو ښېګڼو له لوړ حد څخه برخمن وي، په هماغه کچه به یې د تحلیل احاطه پراخه وي، مسائل او پېښې به د ټولو جهتونو له متناسب انعکاس سره، د وخت او شرایطو په ښه فهم، د لیکنې برخه وي.
برعکس، که په تاریخ کې د پورتنیو معیارونو تومنه ونه ساتل شي، نو په تاریخ لیکنه کې د دروغو احتمال ته زمینه برابریږي.
د اسلام وتلی عالم ابن خلدون «رح» وایي: «لکه څرنګه چې په خبرو کې د دروغو او ریښتیا امکان شته، ځکه خو په تاریخ کې هم د دروغو او ریښتیا امکان دی».
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې تاریخ د بشریت د تېر ژوند یوازې یو ثبت شوی روایت نه دی، بلکې د انسانانو د تجربو، بریاوو، تېروتنو او عبرتونو یو ژوندی میراث دی.
د تاریخ له پاڼو څخه د حق او باطل، سمې او ناسمې لارې او ښو او بدو کړنو د پېژندنې لپاره هغه مهال سمه ګټه اخیستل کېدای شي چې تاریخي پېښې په امانتدارۍ، عدالت، پوهې او هر اړخیز تحلیل سره ثبت او بیان شوې وي.
د تاریخ لیکونکي دنده یوازې د پېښو روایت کول نه دي، بلکې هغه باید د وخت او شرایطو په درک، د حقایقو په موندلو او د بېلابېلو اړخونو په متوازن انعکاس سره د تېر وخت حقیقي انځور وړاندې کړي. ځکه که د تاریخ په لیکنه کې شخصي تمایلات، تعصب، ناپوهي او له حقیقت څخه واټن ځای ونیسي، نو تاریخ خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي او د حقیقت پر ځای د ناسمې پوهې سرچینه ګرځي.
له همدې امله، د ابن خلدون «رح» خبره چې په تاریخ کې د ریښتیا ترڅنګ د دروغو امکان هم شته، موږ دې ته متوجه کوي چې د تاریخي روایتونو په ارزونه کې باید له ژور فکر، علمي لید او حقیقتموندنې څخه کار واخیستل شي.
په حقیقت کې، هغه تاریخ چې په قلم کې یې امانت، په لید کې یې عدالت او په تحلیل کې یې حقیقت وي، د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې رڼا ده؛ خو هغه تاریخ چې له دې معیارونو خالي وي، د حقیقي ښکلا پر ځای د تورتم میراث له ځان سره لري.
در تاریخ جمعه ۲۶ ژوئن ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ بعدازظهر ماسټر حسیب اللّٰه وحدت <این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید> نوشت:
د بشري سرچینو مدیریت فلسفه، مفهوم او ستراتیژیک اهمیت.
ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
په معاصر مدیریت کې بشري سرچینې د هر سازمان اساسي او حیاتي عنصر ګڼل کېږي. د وخت په تېرېدو سره دا حقیقت روښانه شوی چې د سازمان بریا یوازې په مالي امکاناتو یا ټکنالوژۍ پورې نه ده تړلې، بلکې تر ټولو مهم رول انسانان او کارکوونکي لوبوي. له همدې امله د بشري سرچینو مدیریت د معاصر مدیریت یوه مهمه او ستراتیژیکه څانګه ده چې د سازماني اهدافو او انساني اړتیاوو ترمنځ توازن رامنځته کوي.
د بشري سرچینو د مدیریت فلسفه:
د بشري سرچینو د مدیریت فلسفه پر دې ولاړه ده چې د سازمان بریا او د کارکوونکو اړتیاوې یو له بل سره مستقیم تړاو لري. یعنې که سازمان د خپلو کارکوونکو اړتیاوو ته مناسب پام وکړي، هغوی به اغېزمن، هڅول شوي او وفادار کار ترسره کړي، چې په پایله کې د سازمان اهداف په ښه ډول ترلاسه کېږي.
له بلې خوا، کله چې سازمان خپلې موخې ترلاسه کړي، نو د کارکوونکو اقتصادي، مسلکي او ټولنیزې اړتیاوې هم پوره کېږي. نو ویلای شو چې سازمان او کارکوونکي یو متقابل او تړلی نظام جوړوي.
د بشري سرچینو د مدیریت مفهوم:
د بشري سرچینو مدیریت هغه اداري پروسه ده چې هدف یې د سازمان د موخو ترلاسه کول او د کارکوونکو د رضایت لوړول دي. دا مدیریت د پالیسۍ جوړونې، پلان جوړونې او عملي فعالیتونو له لارې د انساني ځواک مؤثره اداره کوي.
په بل عبارت، د بشري سرچینو مدیریت هڅه کوي چې په سازمان کې داسې چاپېریال رامنځته کړي چې کارکوونکي پکې هم راضي وي او هم د سازمان اهداف په مؤثر ډول ترلاسه شي.
د بشري سرچینو د مدیریت تعریف:
د بشري سرچینو مدیریت د هغه سیستم څخه عبارت دی چې د کاري ځواک د انتخاب، ګمارنې، روزنې، پراختیا او ساتنې ټولې چارې پکې شاملې دي، ترڅو سازمان خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي.
په سازمان کې بشري سرچینې هغه ټول افراد دي چې په بېلابېلو سطحو کې کار کوي او د سازمان په فعالیتونو کې برخه اخلي. دا مدیریت د همدې انساني پانګې د اغېزمنې کارونې لپاره رامنځته شوی دی.
د بشري سرچینو د مدیریت ستراتیژیک اهمیت:
د بشري سرچینو مدیریت د هر سازمان لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، ځکه چې:
- - د سازمان بریا د کارکوونکو په وړتیا پورې تړلې ده
- - د کارکوونکو رضایت د تولید او کیفیت کچه لوړوي
- - ښه مدیریت د سازمان داخلي همغږي پیاوړې کوي
- - د مهارتونو لوړوالی د اوږدمهاله پرمختګ سبب ګرځي
نو بشري سرچینې یوازې اداري برخه نه، بلکې د سازمان د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي.
موخې:
د بشري سرچینو د مدیریت مهمې موخې عبارت دي له:
- - د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړول
- - د سازماني اهدافو مؤثره ترلاسه کول
- - د کارکوونکو رضایت او هڅونه
- - د انساني پانګې ساتنه او پراختیا
- - د تولید او موثریت زیاتوالی
پایله:
بشري سرچینې د هر سازمان اساسي ځواک جوړوي. د بشري سرچینو مدیریت د سازمان او کارکوونکو ترمنځ د متقابلې اړیکې د تنظیم او پیاوړتیا وسیله ده. دا مدیریت هڅه کوي چې هم د سازمان اهداف ترلاسه شي او هم د کارکوونکو اړتیاوې پوره شي.
نو دا ویلای شو چې د بشري سرچینو مدیریت د معاصر سازماني ژوند یوه حیاتي اړتیا ده، ځکه چې پرته له مؤثره انساني ځواک څخه هېڅ سازمان دوامدار پرمختګ نه شي کولای.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































