Home خانه
لوګر کې ۷۰۰ ریکشاوې نیول شوې
لوګر کې ۷۰۰ ریکشاوې نیول شوې
د لوګر ولایت د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې، د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د پلعلم ښار او لویو لارو کې د غیرقانوني فعالیتونو او ټرافیکي اصولو د نه مراعات له امله ۷۰۰ ریکشاوې نیول شوې دي.
مسؤلین وایي، د ټرافیکي نظم د ښه والي لپاره ریکشاوو ته ځانګړي مسیرونه ټاکل شوي او نیول شوې ریکشاوې به له قانوني ضمانت او اړینو پلټنو وروسته په تدریجي ډول خوشې شي.
د چارواکو په وینا، دغه اقدام په ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او د سړکونو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































