Home خانه
نواب اکبر بګټي ته د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف
نواب اکبر بګټي ته د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف
نواب اکبر بګټي ته د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف د مذاکراتو لپاره پلاوی ور ولېږه تر څو د بلوچستان مسئله د خبرو له لارې حل کړي، د مشرف پلاوي بګټي ته وویل چې د بګټي او مري قبیلې وسله وال له غرونو راکوز کړه او د حکومت خلاف جګړه مه کوئ، د پاکستان حکومت خاضر دی چې په مېګا پراجېکټ کې بلوچان پر دندو وګماري او د بلوچستان په وسایلو کې حق درکړي، بګټي د مشرف پلاوي ته په ځواب کې وویل چې د بلوچستان تر ځمکې لاندې او له ځمکې پاس ټول شته معدنیات او وسایل د بلوچانو حق دی.
تاسې چې موږ ته څه راکوئ دا د خیرات مثال لري زه نه غواړم چې بلوچان د پاکستان خیرات ته کېنوم، مهرباني وکړئ مېګا پراجېکټ د بلوچستان پر ځای په پاکستان کې تطبیق کړئ، موږ د خپل وطن د ازادۍ او پخپلو وسایلو د خپل اختیار په لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار یو، د مشرف حکومت پوه شوه چې بګټي رښتیا د بلوچستان ازادۍ ته ژمن مشر دی او له هغه سره د پاکستان د حکومت خبرې سر نه نیسي ځکه یې د بلوچستان په غرونو کې د بګټي پر استوګنځي کیمیاوي وسلې استعمال کړې او بګټي یې په شهادت ورسوه، د بګټي وینو د بلوچستان په سمه او غره کې د پاکستان خلاف داسې اور بل کړ چې بلوچان تر نن ورځې له پاکستاني پوځ سره ډزوي او بلوچستان یې د پاکستان پوځ ته د اور تبۍ او تنور ګرځولي. عظیمي




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































