Home خانه
له ښوونځي څخه د ایستل کېدو د وېرې کیسه
له ښوونځي څخه د ایستل کېدو د وېرې کیسه
هلمند کې د احمد جان خادم په نوم د یوه پلار فېسبوک لیکنې، چې د خپلې وړې لور له ښوونځي څخه د ایستل کېدو د وېرې کیسه یې پکې شریکه کړې، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
خادم لیکلي، چې یو چا یې لور ته ویلي وو، ښايي راتلونکی کال نور ښوونځي ته پرېنښودل شې. د هغه په وینا، له هماغې ورځې راهیسې یې لور په سختو اندېښنو کې وه او که څه هم ده څو ورځې پرلهپسې هڅه وکړه چې ډاډ ورکړي، خو ماشومه یې نه قانع کېده.
د نوموړي په وینا، د شپې شاوخوا دوې بجې یې لور له خوبه راپاڅېدله او په اوښلنو سترګو یې ترې وغوښتل چې همدا اوس ښوونکي ته زنګ ووهي او ورته ووایي چې هغه له ښوونځي څخه ونه باسي، ځکه سهار چې ښوونځي ته ځي، پلار به یې ویده وي.
خادم زیاتوي، په ټوکه یې ورته وویل چې دوه رکعته نفل لمونځ وکړه او له الله تعالی څخه وغواړه چې له ښوونځي دې ونه باسي، خو وروسته یې ولیدل چې لور یې، سره له دې چې لا یې لمونځ هم په بشپړه توګه زده نه و، په اخلاص ولاړه وه او دعاوې یې کولې.
هغه لیکلي، کله چې ماشومې سلام وګرځاوه، بیا یې له پلاره وپوښتل: «اغاجانه، بالا مې نه باسي؟» پلار یې ورته ډاډ ورکړ چې هېڅوک به یې له ښوونځي ونه باسي او بېرته دې ویده شي.
خادم لیکي، لور یې بیا ترې وپوښتل: «که زه یې له مکتبه وایستم، خپلواک او نور وروڼه مې مکتب ته تلل باره څه وکړم؟» نوموړي ځواب ورکړ: «تشویش مه کوه لورې! که ته له ښوونځي وایستل شوې، ستا وروڼه به هم ښوونځي ته نه ځي. قسم په رب، که راته ووایي چې له هر یوه به یې سید جمالالدین افغان او احمدشاه بابا جوړېږي، بیا هم نه غواړم چې پرته له تا دې یواځې دوی مکتب ته ولاړ شي.»
دغه لیکنه په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو دوام د زرګونو کورنیو او ماشومانو پر رواني وضعیت ژور اغېز کړی او د زده کړو د راتلونکې په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































